Languages فارسی العربية English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsch español فارسى درى РУС
Scroll down
دینی پوښتنی او ځوابونه

حدیث ثقلین کې "و عترتی" صحيح دے که "و سنتی"؟

2016/08/25

حدیث ثقلین کې "و عترتی" صحيح دے که "و سنتی"؟

محدثانو حديث ثقلين چې ډير مشهور دے په دوه ډوله نقل کړے او د حديثو په کتابونو کې يې راوړے دے اوس دا کتل پکار دي چې په دغو دوو کې کوم يو سم دے. ؟
الف: کتاب الله و عترتی اهل بيتي
ب: کتاب الله و سنتی
ځواب:
له رسول الله مبارک راغلے صحيح او ثابت حديث هماغه * و اهل بيتی * لفظ دے هغه روايت چې د * اهل بيتی * په ځای پکې * وسنتی* راغلے د سند له نظره باطل دے او د اهل بيتی د حديث سند پوره صحيح او بشپړ سم دے.
د * اهل بيتی * د حديث سند
دا متن دوو لويو محدثانو نقل کړے دے
1ــ مسلم په خپل صحيح کې له زيد بن ارقمه نقلوي چې : د خداي رسول يوه ورځ د *خم* په نامه په يوه ژوره سيمه کې چې د مکې او مدينې ترمينځ پرَتَه ده يوه خطبه ورکړه ــ په دغه خطبه کې يې د خداي پاک حمد او ثنا وويله خلکو ته يې نصيحت وکړ او بيا يې داسې وفرمايل:
الا ايها الناس فانما انا بشر يوشک ان ياتی رسول ربی فاجيب، و انا تارک فيکم ثقلين: اولهما کتاب الله فيه الهدی و النور فخذوا بکتاب الله و استمسکوا به ــ فحث علی کتاب الله و رغب فيه ثم قال: ــ و اهل بيتی، اذکر کم الله فی اهل بيتی، اذکرکم الله فی اهل بيتی، اذکرکم الله فی اهل بيتی.*
ای خلقو زه هم يو انسان يم او نزدې ده چې زما د رب مامور او استازے راشي او زه د هغه غوښتنې ته لبيک ووايم او زه په تاسو کې دوه قيمتی څيزونه پريږدم او ځم يو د خداي کتاب چې په هغه کې هدايت او رڼا ده، د خداي کتاب واخلئ او ټينګ يې کړئ ـــ پيغمبر د خداي د کتاب په عمل ټينګار وکړ بيا يې وفرمايل او زما اهل بيت، زه تاسو ته د خپلو اهل بيتو په هکله خداي دريادوم ( د خداي لپاره)، زه تاسو ته د خپلو اهل بيتو په هکله خداي دريادوم ( د خداي لپاره)، زه تاسو ته د خپلو اهل بيتو په هکله خداي دريادوم ( د خداي لپاره)
دا متن دارمي هم په خپل سنن کې راوړے دے دا ويل ضروري دي چې د دغو دواړو سند د لمر په شان روښانه او صفا دے او هيڅ کړچ پکې نيشته.
2ــ ترمذي دا متن د * و عترتی اهل بيتی * په لفظ ســــــــــره راوړے
دے. د حديث متن دا دے.
(( انی تارک فيکم ما ان تمسکتم به لن تضلوا بعدی، احدهما اعظم من الآخر کتاب الله حبل ممدود من السماء الی الارض و عترتی اهل بيتی لن يفترقا حتی يردا علی الحوض فانظروا کيف تخلفونی فيها))
زه په تاسو کې دوه ګرانبيه څيزونه په امانت پريږدم تر کومه چې په هغو پورې تمسک او لاس ولرئ هيڅ کله به ګمراه نه شئ، يو تر بل لوي دے. د خداي کتاب چې له اسمانه تر زمکې د اويزان رحمت رسۍ ده او بل زما عترت او اهل بيت او دا دوه هيڅ کله له يوه بله نه جدا کيږي تر دې چې په حوض (کوثر) ماته راورسيږي وګورئ چې زما له امانتونو سره څرنګه سلوک کوئ.
مسلم او ترمذي چې د صحاحو او سننو ليکونکي دي دواړه د
* اهل بيت * په لفظ ټينګار لري او دا زمونږ د نظر د ثابتولو لپاره کافي ده او د دواړو سنـــــــــد ډير يقيني او باوري دے چې
بحث ته اړتيا نه لري.
د *و سنتی* د متن سند
هغه راويت چې د و اهل بيتی* په ځاي يې د سنتی * لفظ راوړے دے يو جعلي حديث دے چې هم يې سند ضعيف دے او هم د امويانو عواملو جوړ کړے دے.
1ـــ حاکم نيشابوري په خپل مستدرک کې دغه متن په لاندينيو اسنادو سره نقل کړے دے.
((عباس بن ابی اويس)) عن ((ابی اويس)) عن ((ثور بن زيد الديلمي))، عن ((عکرمه)) عن ((ابن عباس)) قال رسول الله :
(( يا ايها الناس انی قد ترکت فيکم، ان اعتصمـتم به فلن تضلوا ابدا کتاب الله و سنة نبيه!))
ــ ای خلقو زه تاسو ته دوه څيزونه پريږدم تر هغه وخته چې په دغو دوو مو منګولې ښخې کړي وي هيڅ کله به لاره ورکه نه کړئ د خداي کتاب او د پيغمبر سنت!
د دغه متن په راويانو کې يو زوے او پلار دي چې د سند افت دي. او هغه دوه اسماعيل بن ابې اويس او ابو اويس دي داسې پلار او زوے چې نه يوازے موثق نه دي بلکې په دروغو او د حديثونو په جعل او جوړولو تورن دي.
د دغو په هکله د رجال د علماو خبره
حافظ مزي چې د رجال د هنر يو څيړاندے دے په تهذيب الکمال کتاب کې د اسماعيل او د هغه د پلار په هکله ليکلي:
((يحيی بن معين (چې د علم رجال لوي عالم دے) وايي: ابو اويس او د هغه زوے ضعيف دي او همدا راز له يحيی بن معين نقل شوې ده چې وايي: دا دوه کسان حديثونه پټوي، ابن معين هم دا راز د ابو اويس د بچی په هکله ويلی دي. * په هغه باور نه شي
کيدے*
نسايي د زوي په هکله وايي: هغه ضعيف دے او ثقه (باوري) نه دے. ابو القاسم لالکائي ويلی دي: (نسايي) د هغه په خلاف زياتې خبرې کړي دي تر دې چې ويلي يې دي بايد د هغه حديث پريښودل شي.
ابن عدي (چې د رجال له علماوو دے) وايي: ابن ابي اويس له خپل ماما(مالک) عجيبه حديثونه روايتوي چې هيڅوک يې نه مني.
ابن حجر، په مقدمه فتح الباري کې راوړي دي. هيڅ کله د ابن ابي اويس په حديث سره احتجاج نه شو کولے (دليل نه شو راوړلے) د هغه قدحې په وجه چې نسايي د هغه په هکله
کړې ده
حافظ سيد احمد ابن صديق په فتح الملک العلی کتاب کې له سلمه بن شيب روايتوي چې له اسماعيل ابن ابې اويسه يې اوريدلي دي چې ويل يې: کله چې د مدينې خلک د يو حديث په هکله دوه ډلې شي نو زه حديث جعلي کوم
په دې اساس زوے (اسماعيل بن ابي اويس) د حديثونو په جعل تورن دے او ابن معين هغه دروغجن ګڼلے دے، له دې ورتير د هغه حديث هيڅ کله په صحيحينو ترمذي او د صحاح په نورو کتابونو کې نه دے نقل شوے.
د ابو اويس په هکله همدومره بس ده چې ابو حاتم رازي په کتاب ((جرح و تعديل)) کې وايي: د هغه حديث ليکل کيږي خو دليل ورسره نه راوړل کيږي او د هغه حديث قوي او محکم نه دے.
هم دا راز ابو حاتم له ابن معينه نقل کړې ده چې ابو اويس باوري کس نه دے. هغه روايت چې د دغو دوو کسانو نومونه په سندونو کې دي هغه روايت بالکل صحيح نه دے له دې ورتير، له صحيح او ثابت حديث سره مخالف دے.
د پام وړ ټکے دا دے چې د حديث ناقل، يعني حاکم نيشابوري د حديث په ضعف اعتراف کړے دے. ځکه يې د هغه د سند د صحيح کولو هڅه نه ده کړې خو د هغه د مفاد په سموالي يې شهادت راوړے دے چې هغه هم د سند له نظره سست او د اعتبار له درجې پريوتے دے نو ځکه د حديث د قوي کولو په ځاي د هغه ضعف او کمزوري زياتوي اوس د هغه چټي شاهد ته راګرځو.
د ((و سنتی)) د روايت دوهم سند
حاکم نيشابوري په هغه سند سره چې رابه شي له ابو هريره په مرفوع ډول نقلوي:. (( انی قد ترکت فيکم شيئين لن تضلوا بعدهما: کتاب الله و سنتی و لن يفترقا حتی يردا علی الحوض
دا متن حاکم په داسې سند سره نقل کړے دے:. ( الضبی) عن ... (صالح بن موسی الطلحی) عن (عبد العزيز بن رفيـــــــــــــع) عن (ابی
صالح) عن ( ابی هريره)
دا حديث هم د مخکيني حديث په شان جعلي دے او د سند په رجالو کې يې صالح بن موسی الطلحی راغلے دے چې دلته غواړو د هغه په هکله د علم رجال د علماو نظر وړاندې کړو:
يحيی بن معين وايي: صالح بن موسی باوري نه دے، او حاتم رازي وايي: د هغه حديث ضعيف او منکر دے. د هغه ډير منکر حديثونه له ثقه کسانو نقلوي نسايي وايي:
د هغه حديث نه ليکل کيږي
په يوۀ بل ځای کې وايي : د هغه حديث متروک دے
ابن حجر په تهذيب التهذيب کې ليکي: ابن حبان وايي صالح ابن موسی په ثقه کسانو پورې داسې څيزونه تړي چې د هغوي د خبرو په شان نه دي او اخر وايي د هغه حديث حجت نه دے. او ابو نعيم وايي: د هغه حديث متروک دے او هميشه منکر حديث نقلوي.
بيا هم ابن حجر په تقريب کې وايي د هغه حديث متروک دے او ذهبي په کاشف کې وايي: د هغه حديث سست دے تر دې چې ذهبي په (ميزان الاعتدال) کې له هغه يو کړکيچن حديث نقل کړے او ويلي يې دي چې دا د هغه له منکر حديثونو دے.
د (( و سنتی )) حديث دريم سند
ابن عبدالبر په (التمهيد) کتاب کې دا متن له دغه سند سره نقل کړے دے. عبد الرحمان بن يحيی) عن ( احمد بن سعيد) عن ( محمد بن ابراهيم الدبيلي) عن (علی بن زيد الفرائضی ) عن
(الحنينی) عن ( کثــــــير بن عبد الله بن عمرو بن عوف) عن ( ابيه )
عن (جده)
امام شافعي د کثير بن عبد الله په هکله وايي: هغه د دروغو يو رکن دے ابو داوود وايي: هغه يو دروغجن او کذاب کس دے ابن حبان وايي عبد الله بن کثير له خپل پلار او نيکه د حديثونو کتاب نقلوي چې اساس يې جعل دے. او وايي چې له عبد الله د روايت نقلول او ليکل بالکل حرام دي مګر که د حيرانتيا يا کره کتنې له پاره وي
نسايي او دار قطني وايي د هغه حديث متروک دے امام احـمد وايي هغه منکر الحديث دے. او باور پرې نشي کيدے. ابن معين هم همدا نظر لري.
د حيرانتيا خبره له ابن حجره په (التقريب) کتاب کې راغلي ده. چې د هغه په ترجمه کې يې يوازې د (ضعيف) په لفظ اکتفا کړې ده .او هغه کسان چې هغه يې په دروغو تورن کړے دے افراطيان بللي دي حال دا چې د علم رجال مخکښانو هغه په کذب او جعل تورن کړے دے. او حتی ذهبي وايي د هغه خبره چټي او سسته ده.
بې سنده نقل
مالک په (الموطا) کې هغه بې له سنده او په مرسل ډول نقل کړے دے. او مونږ ټولو ته پته ده چې داسې حديث ارزښت نه لري.
دا جاجونه ښه روښانوي چې د ((و سنتی )) حديث دروغجنو او په اموي دربار پورې تړلو راويانو جوړ کړے دے. او هغه يې د (( و عترتی)) د صحيح حديث په مقابل کې جعل کړے دے. له دې امله د جوماتونو په خطيبانو او امامانو او ديني ويناوالو لازمه ده. چې هغه حديث چې د خداي له رسوله نه دے راغلے پريږدي. او د دې په ځاي يې خلکو ته صحيح حديث ووايي يعني هغه حديث چې مسلم په صحيح کې د (( اهل بيتی )) په شکل او ترمذي د عترتي او اهل بيتی په شکل راوړے دے. د علم لټونکو ته ضروري ده. چې د حديث علم زده کړي او صحيح حديث له ضعيف حديثه جدا کړي.
په پاي کې يادونه کوو چې د اهل بيتی له کلمې د خداي د رسول مطلب د هغه ذريت او زوزات دے. لکه حضرت فاطمه، حسن ، حسين سلام الله عليهم ـــ ځکه چې مسلم په صحيح کې
او ترمـــــــذي په سنن کــــــــې له عايشې نقـــــــــــل کــړې ده. چې:
((نزلت هذه الايه علی النبی صلی الله عليه و آله وسلم انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهر کم تطهيرا فی بيت ام سلمه فدعا النبی صلی الله عليه و آله وسلم فاطـمه و حسنا و حسينا فجللهم بکساء و علی خلف ظهره فجلله بکساء ثم قال: اللهم هولاء اهل بيتی فاذهب عنهم الرجس و طهرهم تطهيرا قالت ام سلمة: و انا معهم يا نبی الله؟ قال: انت علی مکانک و انت الی الخير)).
ـــ د ((انما يريد الله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا)) د ام سلمه په کور کې نازل شو پيغمبر، فاطمه، حسن او حسين تر خپلې عبا لاندې کړل او علي د هغه حضرت شاته ؤ. هغه يې هم په عبا کې پټ کړ او وې فرمايل: اي زما ربه ! دا زما اهل بيت دي له دوي ککړتيا ليرې کړه او دوي پاک وګرځوه ام سلمه وويل: اي د خداي پيغمبره ايا زه هم له هغوي يم (او په دې ايت کې په راغلو اهل بيتو کې شمار يم)؟ وې فرمايل: ته په خپل ځاي کې اوسه (عبا ته مه راننوځه ) او ته د خير په لاره کې يې.
د حديث ثقلين مفهوم
دا چې د خداي رسول عترت د قران مجيد په څنګ کې راوستي
دي او دواړه يې په امت کې د خداي حجت بللي دي. دوه نتيجې
اخستلے شو.
1 ــ د پيغمبر د اهل بيتو (عترت) وينا د قران د وينا (خبرې) په شان حجت ده. او په ديني چارو کې که عقيدتي وي که فقهي بايد د هغوي په وينا عمل وکړو او که د هغوي له خوا دليل موجود وي نو بل چاته تلل نه دي پکارـ
مسلمانان د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم له رحلته وروسته د خلافت او د امت د سياسي چارو د ادارې په مسله کې په دوو ډلو تقسيم شول او هر يو ځانته دليل او برهان لري که هغوي په موضوع کې اختلاف لري خو د اهل بيتو په علمي مرجعيت کې شک او اختلاف نه دے پکاره ځکه چې ټول د حديث ثقلين په صحيحوالي متفق دي او دا حديث په عقايدو او احکامو کې علمي مرجع قران او عترت ګڼي. او که اسلامي امت په دې حديث عمل وکړي نو د اختلافاتو دايره به تنګه شي او يو والے به زيات شي.
2 ــ قران په دې حکم سره چې د خداي کلام دے له خطا او غلطۍ خوندي دے او څرنګه په قران کې د خطا احتمال وکولے شو حال دا چې خداي تعالی قران داسې ستايلے دے
﴿لاَ يَاْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلاَ مِنْ خَلْفِهِ تَنزِيلٌ مِّنْ حَكِيمٍ
حَمِيدٍ﴾
باطل هغه ته له مخکې او له شا لاره نه لري هغه کتاب دے چې د
حکيم او حميد خداي له لوري نازل شوے دے.
که قران له خطا خوندي وي طبعا د هغه قرين او سارے هم بايد له خطا خوندي وي ځکه چې صحيح نه ده چې خطاکار کس يا کسان د قران عديل او هم څنګ شي.
او دا حديث له هر ډول تيروتنې او ښوييدو د هغوي د عصـت ګواه دے البته بايد دقت وکړو چې عصـمت له نبوت سره ملازم او ضروري نه دے ځکه چې کيدے شي يو کس له خطا پاک وي خو پيغمبر نه وي حضرت بي بي مريم د دې ايت مطابق
إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلـٰی نِسَاء الْعَالَمِينَ﴾
له ګناه پاکه ده خو پيغمبره نه ده.
-----------------------------------------------------
. صحيح مسلم 4 ټوک 1803 مخ 2408 شميرــ چاپ عبدالباقي
. سنن دارمي 2 ټوک 431 ــ 432 مخونه
. سنن ترمذي 5 ټوک 663 مخ ــ شمير 37788
. مستدرک حاکم ج 1 93 مخ
. حافظ مزي تهذيب الکمال، ټوک 3 مخ 127
. ابن حجر عسقلاني، مقدمه فتح الباري مخ 391 چاپ دارالمعرفه
. حافظ سيد احمد ابن صديق ، فتح الملک العلی، مخ 15
. ابو حاتم رازي، الجرح والتعديل ټوک 5 مخ 92
. هغه حديث چې راوي يې په معصوم پورې نسبت ورنه کړي مرفوع بلل کيږي.
. حاکم مستدرک، ټوک 1 مخ 93
. حافظ مزي تهذيب الکمال، ټوک 13 مخ 96
. ابن حجر تهذيب التهذيب، ټوک دوهم، مخ 255
. ابن حجر تقريب ترجمه، شمير 2891
. ذهبی ، الکاشف، ترجمه شمير 2412
. ذهبي ، ميزان الاعتدال دوهم ټوک 302 مخ
. التمهيد 4 ټوک، 331 مخ
. ابن حجر تهذيب التهذيب ټوک 8 مخ 377 ط دار الفکر ، تهذيب الکمال ، 24 ټوک 138 مخ
. همدغه حواله
. ابن حبان المجروحين، 2 ټوک 221 مخ
. مالک، الموطا مخ 889، 3 ح
. صحيح مسلم 4 ټوک 1883 مخ 2424 ح.
. ترمذي، 5 ټوک ، 663 مخ
. حسن بن علي السقاف، صحيح صفة صلاة النبی صلی الله عليه و آله وسلم 289ـــ 294 مخونه
. سوره فصلت ايت 42
. سوره ال عمران ايت 42