Languages فارسی العربية English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsch español فارسى درى РУС
Scroll down
ستاسو رالیږلي شعرونه

دوصال محمد وصال کلام

2018/02/08

دوصال محمد وصال کلام

علی(ع) سره خبرې

 دا ستا په محبت کې مشکلات راته دي

ګله په هر ځای خراب حالات راته دي

کله چې مې ستا د محبت پیاله څښلې ده

چم څه چې په غضب کې بلدیات راته دي

بې د مینې ستا نه بل څه جرم زما نشته دی

خو مخې ته پنډونه الزامات راته دي

جوړې غمازیانو کړې د قتل منصوبې زما

نو ګوره نصب کړې يې آلات راته دي

څنګه توبه ګار به شمه ستا له محبت نه زه

وینم دلایل له حده زیات راته دي

زه وصال مدام به ستا د حسن صفت خوان یمه

خیر دی که تنګ شوي کاینات راته دي