Languages فارسی العربية English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsch español فارسى درى РУС
Scroll down
معصومین علیهم السلام

د امام حسن عسکری علیه السلام ژوند

2017/11/25

د امام حسن عسکری علیه السلام ژوند

لنډه پيژنګلو
نوم: حسن
لقب: عسکري
د پلار نوم: علي
د مور نوم: حديثه
زوکړه: د ربيع الثاني اتمه نيټه
امامت: شپږ کاله
عمر: اتۀ ويشت کاله
شهادت: د ربيع الاول اتمه نيټه د هجرت 260 کال
قاتل: معتمد
زيارت: سامرا (عراق)
اولاد: يو زوي
حضرت امام حسن عسکري عليه السلام
هر يو معصوم امام د خپل ځاي ناستي په معرفۍ کښې يوازې په عامو روايتونو چې د امامانو شمېر پکښې دولس ښودلی شوی، بسنه نۀ کوله، بلکې د هر ډول شک د لرې کولو او ټينګار لپاره به يې په څرګنده توګه د راتلونکي امام نوم اخستلو او خلقو ته به يې ورپيژندلو. د امام حسن عسکري عليه السلام په حقله هم ډير روايتونه نقل شوي چې ځنې يې دا دي:
1: ابو هاشم جعفري چې له لويو او باوري راويانو او د امامانو له خاصو يارانو څخه دی وايي د امام هادي عليه السلام خدمت ته ورغلم دوي وويل: زما ځاي ناستې زما ځوې حسن دی.
2: صقر بن ابي دلف وايي: له امام هادي عليه السلام مې واوريدل چې وې فرمايل: په تحقيق سره تر ما ورسته امام زما ځوې حسن دی. او تر هغۀ وروسته د هغۀ ځوې امام مهدي قائم عليه السلام او هماغه به زمکه له انصافه ډکوي.[1]
3: نوفلي وايي: له امام هادي عليه السلام سره د هغوي د کور په غولي کښې ناست ؤم، دهغوي ځوې محمد زمونږ په مخکښې تير شو، ما له امام هادي عليه السلام پوښتنه وکړه چې تر تاسو وروسته به امام دی وي؟ امام هادي عليه السلام وفرمايل: نه. ترما ورسته به امام حسن وي.[2]
4: يحي بن يسار وايي: امام هادي عليه السلام تر شهادته څلور مياشتې مخکښې خپل ځوي امام حسن عسکري عليه السلام ته وصيت وکړ او د هغوي امامت ته يې اشاره وکړه او زۀ او ځينې نور کسان ددې پيښې ګواهان وو.
[1] . کمال الدين تاليف شيخ صدوق ص 383
[2] . ارشاد مفيد ص 315
د امام حسن عسکري (ع) په وخت حکمران
د امام حسن عسکري عليه السلام د امامت د لنډې دورې يعني يوازي په شپږو کلونو کښې د دريو خليفه ګانو، معتز، مهتدي او معتمد حکومتونه وو. معتز د خپل ترۀ د ځوي مستعين په ځاي راغلی ؤ، امام هادي عليه السلام د معتز په حکومت کښې شهيد کړی شو. او ددې ظالم خليفه په وخت کښې ډير علويان ووژل شول. معتز يو ځل خپل ورور مويد بندي کړ او وې ويل چې هغه دې په امسا څلويښت ګوزاره ووهل شي تر دې چې هغه خپل ځان له ولي عهدۍ خلع او خلاص کړ او له بنده خوشی شو. خو معتز يو ځل بيا ونيوۀ. او چې کله يې واوريدل چې ځينې ترکان غواړي مويد خوشی کړي نو د هغۀ د وژنې حکم يې ورکړ. مويد يې په يو زهرژن څادر کښې وتړلو او څادر يې پرې له دواړو خواؤ رابند کړ او په دې طريقه يې له منځه يوړو. بيا يې فقيهان او قاضيان راوغوښتل او وې ښودله ورته چې مويد په وهلو ټکولو نۀ دي مړ بلکې په خپل مرګ مړ دی.[1]
د معتز په حکومت کښې د علويانو، د جعفر طيار او عقيل بن ابيطالب د کورنۍ اويا تنه چې په حجاز کښې يې پاڅون کړی ؤ، اسيران کړی شول او سامرا ته يې راوستل[2]. ددغه خليفه په وخت کښې د امام حسن عسکري عليه السلام په ملګرو ډير سخت دباؤ ؤ، ځينو ملګرو امام حسن عسکري عليه السلام ته په يو ليک کښې د روانو حالاتو شکايات وکړ. امام ورته وويل: ډير زر به انشاالله خلاص شو. او همداسې وشوه دعباسي دربار ترک سپايان چې معتز يې د ځان لپاره ګټه ور نۀ ګڼلو د هغه په خلاف راپا څيدل او هغه يې څنګ ته کيدو ته مجبوره کړ بيا يې معتز په يوي تاخانې کښې بند کړ، تر دې چې هم هلته مړ شو. له معتزه ورسته مهتدي خليفه شو دې هم يو ظالم اومنافق سړی ؤ.خو په ظاهره ډير عبادت کوونکی ؤ، خپل حرم يې له سندرغاړو ښځو ډک کړی ؤ او په نورو غلطو کارونو يې پابندي لګولې وه. امام حسن عسکري عليه السلام يې د يوې مودې لپاره بندي کړ او د دوي د وژلو فيصله يې وکړه خو اجل ورته صبر ونۀ کړو او مهلت يې ورنۀ کړو او خدايې پاک هلاک کړ. د مهتدي په خلافت کښې ځينو علويانو پاڅون وکړ او بند ته واچول شول چې هم هلته مړۀ شول.[3]
احمد بن محمد وايي کله چې مهتدي په مرګ ژوبلې لګيا ؤ،امام حسن عسکري عليه السلام ته مې وليکل: دهغه خدايې شکر چې دې يې له تا سو وغړولو، ما اوريدلي وو چې مهتدي تاسو ګواښلي يئ او ويلي يې دي چې په خدايې قسم د محمد(ص) له کورنۍ به زمکه پاکه کړم.
امام په ځواب کښې په خپل مبارک ليک سره وليکل: ددۀ عمر څومره کم دي، پنځۀ ورځې پس به په ډير ذلت او خوارۍ سره ووژل شي. او لکه څنګه چې امام فرمايلي وو هماغه شان وشوه ځکه چې مهتدي هم د ترکو سپايانو په بلوا کښې مړ شو او معتمد د هغۀ ځايې ونيولو.[4]
معتمد هم د خپلو پلار نيکانو په شان په شرابو، کبابو او ظلم زياتي راخته شو. او په لهو و لعب او عيش عشرت دومره ډوب شو چې ورو ورو د هغۀ ورور “موفق” د هغۀ د سلطنت په چارو واکمن شو، ټولې چارې يې تر لاسه کړې او دی تش په نامه خليفه ؤ. د موفق له مړينې وروسته د هغۀ ځوې معتضد د خپل ترۀ يعني معتمد د چارو واکمن شو او غرض دا چې معتمد د هجرت په 279 کال مړ شو او معتضد رسما خليفه شو.[5]
د معتمد په حکومت کښې امام حسن عسکري عليه السلام شهيد کړې شو او ځينې علويان هم ووژل شو. په دغو کښې ځينې کسان په ډير ظلم او بد ډول سره وژل کيدل. او له مړينې ورسته به يې ترې د بدن ځينې غړي پرې کول.[6] ځينو مورخينو ليکلي دي چې د معتمد د حکومت په دوران کښې جنګ او نښتې زياتې وې، تر دې چې قابو پنځۀ لکه تنه ووژل شول. دا لنډ غوندې حالات او د امام د ژوند نورې قيصې او تاريخ دا څرګندوي چې امام حسن عسکري عليه السلام په يو سخت او له ساډوبۍ په حالت کښې ژوند کوؤ. او حکومتونو تل په امام سختې پابندۍ لګولې وې اوډير ځله يې بندي کړې ؤ. او په هغه وختونو کښې هم چې امام په بند کښې نۀ ؤ له هغوي سره کتل او د دوستانو ورتلل بند ؤ او له امام سره رابطه اسانه نۀ وه.[7]
[1] . تتمة المنتهی ص 252
[2] . مروج الذهب ج 4 ص 91
[3] . مروج الذهب ج4 ص 91-95، تتمة المنتهی ص 254
[4] . تتمة المنتهی ص 254-258،
[5] . تتمة المنتهی ص 268 مروج الذهب ج 4 ص140_142
[6] . مقاتل الطالبين ص 685_690
[7] . مروج الذهب ج 2 ص 120
د امام شخصيت او اخلاقي ځانګړ تياوې
د امام معنوي کمالات او اخلاقي لوړتياوې ددې سبب شوې وې چې نۀ يوازې دوستان بلکې دښمنان هم د هغوي په عظمت، لوړتيا او بزرګۍ داده وؤ. حسن بن محمد اشعري، محمد بن يحي او داسې نورو کسانو روايت کړی دی چې احمد بن عبدالله بن خاقان د قم د زمکو اوماليو چاره په غاړه لرله. يوه ورځ د هغۀ په محفل کښې د علويانو او د هغوي د عقيدو خبره شوه. احمد چې پخپله سخت ناصبي[1]او د اهمبيتو سر سخته دښمن ؤ، وويل: ما په سامرا کښې په علويانو کښې په کړچار، کردار، وقار،پاکۍ،شرافت، لوړتيا او عظمت کښې د بنۍ هاشمو په ټوله کورنۍ کښې د امام حسن عسکري عليه السلام په شان څوک نۀ دي ليدلي او نۀ يې پيژنم. د هغۀ کورنۍ هغۀ له خپلو ټولو مشرانو او لويانو زيات محترم ګڼلو او عزت يې ورکوؤ. او د سپايانو په مشرانو وزيرانو او عامو خلقو هم همدومره ګران ؤ.
ماته ياد دي چې يوه ورځ په بانان کښې له پلار سره ناست ؤم،خبر راته راوړل شو چې ابو محمد ابن الرضا امام حسن عسکري عليه السلام راغلی دی، پلار مې په لوړ اواز وويل: پريږدئ چې راننوځي، زۀ په دې خبره ډير حيران شوم چې د امام نوم يې په احترام او کنيت سره واخستو ځکه چې زما پلار به بې له خليفه يا ولي عهد يا هغه کس چې خليفه يې حکم ورکړي ؤ، هيڅوک په کنيت سره نۀ يادولو او نوم به يې ورته اخستو، خير، ومې ليدل چې يو غنم رنګه، د ښې ونې خاوند، مسکی، نيک اندام، ځوان او رعب لرونکي سړی راننوت. کله چې مې پلار هغه وليد نو د عزت لپاره يې پاڅيد او څو قدمه مخکښې ورغی. زما نۀ ياديږي چې پلار مې په ټولو بني هاشمو يا خلفاوو کښې د چا دومره عزت کړې وي. له هغوي يې لاسونه تاؤ کړل او په مخ يې ښکل کړ، د هغوي لاس يې ونيوۀ او په خپل د مانځه په ځايې يې کښينولو، پخپله د هغوي مخې ته کښيناست، خبرې يې ورسره پيل کړې. په خبرو کښې يې ورته ويل:”له تا ځار شم” زۀ په دې خبره حق حيرانه ؤم. په دې کښې پيره داران راغلل او وې ويل چې “موفق عباسي” راغلی دی. عام رسم دا ؤ چې کله به موفق راتللو نو لومړۍ به پيره داران راتلل بيا به سپايان او د کور له ورۀ څخه زما د پلار تر کوټې پورې به په صفونو کښې ودريدل او بيا به په ډير شان او برم سره موفق راتللو. خو دا ځل مې پلار ابو محمد ته متوجې ؤ او خبرې يې ورسره کولې، تر دې چې د موفق خاص مريان او پيره داران يې وليدل. په دې وخت يې امام ته وويل که ستا سو خوښه وي نو اوس لاړ شئ. او خپلو پيره دارانو ته يې وويل چې دوي په پټه بوځي چې موفق يې ونۀ ويني. امام پاڅيد، غاړه غړۍ شول. او بيا امام تشريف يوړو.
ما پېره دارانو ته وويل: واه! دا څوک ؤ چې تاسو ورته د نوم په ځايې کنيت واخستو او پلار مې يې دومره عزت وکړ؟ دوي ويل چې دې يو علوي دی. چې نوم يې حسن بن علی عليه السلام دی. او په ابن الرضا مشهور دی. زما تجسس او حيرانتيا نوره هم زياته شوه او ټوله ورځ انديښمن ؤم تر دې چې شپه شوه. زما د پلار عادت ؤچې د ماسخوتن تر مانځه ورسته به کښيناستۀ او په هغو چارو او راپورونو چې خليفه ته به يې ورکول غور کوؤ. کله چې مې پلار مونځ وکړو او کيښناست زۀ ورته ورغلم او ورسره کښيناستم وې پوښتل: احمد! له ما سره دې څۀ کار ؤ؟ ومې ويل: هو، که اجازت وي يوه پوښتنه لرم؟ وې ويل: ووايه. ومې ويل دا سړي چې سهار راغلی ؤ، څوک ؤ چې تا يې دومره عزت وکړ او ځان او مور او پلار دې ترې ځار کړل. وې ويل: دي امام حسن عسکري عليه السلام ؤ چې په ابن الرضا مشهور دي. بيا لږ غلی شو او زۀ هم غلی شوم، څو شيبې وروسته يې وويل ځويه، که خلافت د بني عباسو خلفاوو له لاسه اوځي نو په بني هاشمو کښې تر دۀ زيات هيڅوک ددې وړتيا او لياقت نۀ لري او دا ځکه چې څوک په فضيلت، لوړتيا، پاکۍ، حيا، عبادت او نيکو اخلاقو کښې دۀ ته نۀ رسي کۀ ددۀ پلار دې ليدلی وی نو ډير لويې او لوړ سړی به دې ليدلی ؤ.
په دغو خبرو مې انديښنه او په پلار غصه او ورځنې کرکه ډيره زياته شوه. او تر دې وروسته مې دا کار جوړ شو چې د امام په حقله به مې تحقيق کوؤ او په دې حقله په غور او پلټنې لګيا ؤم. په بني هاشمو د فوځ په کماندانانو، قاضيانو، فقيهانو او د خلقو په هرې پرګنې کښې مې چې له چا هم د هغوي په حقله پوښتنه وکړه د هغوي يې ډير تعريف وکړ او د هغوي لويې مقام يې بيان کړ او هغه يې په خپلو ټولومشرانو او د بني هاشمو په لويانو لوړ وبالۀ، او په دا ډول د امام مقام او حيثيت زما په نزد هم ډير زيات شو ځکه چې ټولو ستايۀ او په نيکه يې يادوؤ.[2]
[1] . ناصبي يعنې هغه سړې چې له اهلبيتو امامانو سره دښمني او مخالفت لري .
[2] . ارشاد مفيد ص318
د امام عليه السلام تقوی او عبادت
تقوی:
کامل مدني چې د يوې پوښتنې لپاره امام ته ورغلي ؤ، وايي:کله چې امام ته ورغلم نو ومې ليدل چې سپينې او نرمې جامې يې اغوستي دي، له ځان سره مې وويل: نۀ پوهيږم چې ولې د خدايې حجت “امام” پخپله داسې نرمې او ښکلې جامې اغوندي او مونږ ته وايي چې له خپلو وروڼو سره ورورولي کوي او داسې جامې مۀ اغوندئ.
امام مسکې شو او لستوڼي يې هسک کړل ومې ليدل چې له دغو جامو لاندې يې د ټاټ سختې او ځېږې جامې اغوستې وې بيا يې ماته وويل اي کامله: “هذا للهِ و هذا لکم” دا د ټاټ سختې جامې د خدايې لپاره دي او دا نرمې جامې چې ددې لپاسه دي، ستا سو لپاره دي.[1]
امام عليه السلام ته د دووحاجتمنو راتلل:
محمد بن علي بن ابراهيم موسي بن جعفر وايي: زمونږ مالي حالت ډير خراب شو او فقيران شو. پلار مې وويل راځه چې دواړه دغه کس (امام حسن عسکري عليه السلام) ته ورشو ځکه چې ددۀ سخاوت او بخښنه ډيره مشهوره ده. ومې ويل: پيژنې يې؟ وې ويل: نه، دی مې نۀ دی ليدلی.
دواړه روان شو او په لاره مې پلار وويل چې مونږ دومره حاجت لرو چې که 500 درهمه راکړي نو 200 درهمه به د جامو شي، 200 د پور، او په سلو نورو به نوره کډه کوډه واخلو. ما له ځان سره وويل کاش که ما ته هم 300 درهمه راکړي نوپه سلو به کټ واخلم، سل به د خرچې شي او په سلو نورو به جامې واخلم او بلاد جبل ته به پرې لاړ شم. کله چې د امام کور ته ورسيدو نو د امام خدمت کونکی راووت او وې ويل چې علي ابن ابراهيم او د هغۀ ځوې محمد دې راننوځي. چې ننوتلو او سلام مو وکړو نو زما پلار ته يې وفرمايل: ای علي! څۀ چل شوی ؤ چې تراوسه ماته نۀ راتلې؟ پلار مې ويل: شرميدم چې په دې حالت کښې له تا سره ووينم. کله چې مونږ راووتلو، د امام مريې مونږ ته راغی. زما پلار ته يې د پيسو يوه کڅوړه ورکړه او وې ويل چې دا پنځۀ سوه درهمه دي دوه سوه د جامو، دوه سوه د پور خلاصولو او سل نورې د خرچې لپاره . بيا يې ماته يوه کڅوړه راکړه او وې ويل چې دا درې سوه درهمه دي. سل د کټ اخستلو لپاره، سل د جامو خرچې لپاره او سل نورې هم سفر لپاره خو”بلاد جبل “ ته مۀ ځه بلکې د عراق “سورا” سيمې ته لاړ شه.[2]
عبادت:
امام حسن عسکري عليه السلام هم خپلو پلار نيکونو په شان عبادت ته په پاملرنه کښې بيلګه ؤ. د مانځۀ په وخت به يې له هر کاره لاس واخستو او هيڅ څيز به يې په مانځۀ نۀ مخکښې کولو. ابو هاشم جعفري وايي : د امام حسن عسکري عليه السلام خدمت ته حاضر شوم. امام په ليکلو بوخت ؤ کله چې د مانځۀ وخت راورسيدو ليکل يې پريښودل او مانځۀ ته ودريد.
د امام د مانځۀ کيفيت او څرنګوالي به خلقو ته خدايې وريادولو او کله کله به چې بې لارې کسانو د هغوي مونځ وليد نو بشپړ به بدل شو او سمې لارې ته به راغلل، کله چې امام د صالح بن وصيف په بند کښې ؤ، ځنو عباسيانو د جيل له چارواکو وغوښتل چې په امام وګمارول خو دواړه د امام د ښو اخلاقو او ښو کړنو په وجه بدل شول او په عبادت او مانځۀ کښې لويې مرحلې ته ورسيدل. د جيل مشر دواړه راوغوښتل او ورته يې وويل افسوس دې وي په تاسو، ما د څۀ لپاره ګمارلي وئ او تاسو څۀ وکړل، ددې کس په باره کښې څۀ وايئ؟ هغوي وويل مونږ ددۀ په حقله څۀ ووايو چې د ورځې روژې نيسي او ټوله شپه په عبادت روڼوي او له عبادته پرته له چا سره خبرې نۀ کوي او نۀ په نورو کارونو مشغوليږي او کله چې مونږ ته وګوري نو مونږ په لړزا او دږديدا شو او بې کنټروله شو.[3]
[1] بحار ج 5 ص 253
[2] اصول کافي ج 1 ص 506
[3] ارشاد مفيد ص324
حقيقت ته د مسلمانانو رابلل
ځنو اهل سنتو علماوو منجمله “ابن صباغ مالکي” له “ابو هاشم جعفري” روايت کړي دي چې”… په سامرا کښې سخته وچ کالي او قحط راغی د وخت خليفه معتمد حکم وکړ چې خلق دې د استسقا (د باران غوښتنې) مونځ وکړي خلقو پرله پسې درې ورځې مونځ او دعا وکړه خو باران ونۀ شو. په څلورمه ورځ د عيسائي بشپانو او پادريانو مشر”جاثليق” صحرا ته لاړۀ. راهب به چې کله لاس اسمان ته هسک کړ نوښه ډير او د غټو څاڅکو باران به وشو. سبا له بيا هم جاثليق همدا کار وکړ او دومره باران وشو چې خلق خړوب شول او باران ته اړتيا پاتې نۀ شوه. دې خبرې مسلمانان ډير حيران کړل د مسلمانانو په زړه کښې يې په اسلام شک رامنځ ته کړ او ځينو مسلمانانو عيسائي توب ته ګروهنه پيدا کړه. دې خبرې خليفه ډير انديښمن کړ او له امام حسن عسکري عليه السلام يې مرسته وغوښته. امام پسې لاړل او امام يې له بنده راووستو.خليفه امام ته وويل د نيکۀ امت دې وساته، ګني لاړو بې لارې شو. امام وفرمايل: جاثليق او راهبانو ته ووايئ چې سبا ټول بيا صحرا ته لاړ شي. خليفه وويل خلق باران نۀ غواړي ځکه چې له ورښته ماړۀ شوي دي نو صحرا او دښتې ته تلل ګټه نۀ لري. امام ورته وويل: ددې لپاره چې انشاء الله د خلقو له زړونو شک وباسم. صحرا ته تلل ضروري دي. خليفه حکم ورکړو او د پادريانو مشر سره له خپلو راهبانو سبا صحرا ته لاړل. امام حسن عسکري عليه السلام هم له ډيرو زياتو کسانو سره صحرا ته لاړ.
کله چې ټول راغونډ شول نو راهبانو د دعا لپاره اسمان ته لاسونه هسک کړل. اسمان ورۀ شو او ووريد. امام وفرمايل: د پلانکي راهب لاس ونيسئ، خلاص يې کړئ او په لاس کښې يې چې څۀ وي هغه ترې واخلئ. د هغه راهب په لاس کښې د انسان يو تور هډوکی پيدا شو. امام هغه هډوکی واخستو په يوې صفا لتې کښې يې ونغښت او له راهبانو يې وغوښتل چې اوس دعا وکړئ. راهبانو دا ځل بيا اسمان ته لاسونه پورته کړل خو شته وريځې هم لاړې او نمر راښکاره شو. خلق حيرانه شول، خليفه له امامه وپوښتل چې په دې هډوکي کښې څۀ چل دی؟ امام ورته وفرمايل چې دا د خدايې د يو پيغمبر هډوکی دی. چې د يو پيغمبر له قبره راخستل شوی دی او کله چې هم دا اسمان ته ښکاره کړې شي نو باران کيږي. ټول مطمئن شول امام يې وستايۀ او هډوکی يې وزمايۀ او وې ليدل چې حقيقت همداسې دی.[1]
[1] . احقاق الحق ج12 ص464 له دې نه علاوه شپږو نورو سترو اهلسنتوعلماو دا حديث نقل کړي دي.
عراقي فلسفي ته لارښوونه اوڅو پوښتنو ته ځوابونه
د عراق يو ماده پرست فلسفي د يو کتاب په ليکنه پيل وکړ په خپل خيال کښې يې وغوښتل چې په دغه کتاب کښې ثابته کړي چې په قران کښې تناقضونه او تضادونه موجود دي. ددې کار په خاطر له خلقو څنډې ته شو او د کور په يو ګټ کښې په دې کتاب لګيا شو.
يوه ورځ ددۀ يو شاګرد چې د امام حسن عسکري عليه السلام خدمت ته حاضر شوی ؤ امام ورته وويل: په تاسو کښې دومره پوهه او هوښيار سړی نشته چې خپل استاذ له دغه چټي او فضول کاره منع کړي. شاګرد وويل: مونږ د هغۀ شاګردان يو، د هغۀ په دې کار څنګه اعتراض کولی شو؟ امام ورته وويل: که زۀ درته څۀ ووايم نو ور وبه يې رسوې؟ وې ويل: هؤ.
امام ورته وفرمايل: هغۀ ته ورشه او دوستي او ملګرتيا ورسره جوړه کړه او د هغۀ په دې کار کښې ورسره مرسته وکړه. بيا ورته ووايه چې زۀ غواړم له تا يوه پوښتنه وکړم. هغه به تاته اجازت درکړي نو بيا ورته ووايه چې که د قران ويونکي (پيغمبر) تاته راشي، تۀ دا احتمال ورکوې چې هغه تاته ووايي چې دا تا چې څۀ ليکلي د قران مطلب دا نۀ دی بلکې مطلب يې بل څۀ دی. دې به درته ووايي “هؤ بلکل يې امکان شته “کله چې درته په “هو” سره ځواب درکړي نو ورته ووايه تاته له کوم ځايې پته ولګيده چې دا کوم څۀ چې تۀ يې ليکې د قران مطلب همدا دی؟ کيدی شي د قران د ويونکي (پيغمبر) له دې بل څۀ مطلب اخستی وي او تادغه الفاظ او معنې په نورو مطلبونو استعمال کړې وي. يعني د هغۀ مطلب ترې بل څۀ وي او ستا ترې بل څه.
هغه سړی کندي ته ورغی او په هماغه طريقه يې ورسره ملګرتيا او مرسته وکړه. او بيا يې ترې پوښتنه وکړه.”کندي” ترې وغوښتل چې پوښتنه تکرار کړي. بيا په چورت او فکر کښې لاړ او وې ويل: ستا پوښتنه امکان لرلې شي يعنې کيدې شي دا تۀ چې څۀ وايې همداسې وي. بيا يې شاګرد ته قسم ويرکړ چې دا پوښتنه دې له کومه زده کړې ده؟ شاګرد ورته وويل: ممکنه نۀ ده چې تۀ او ستا غوندې نور کسان په داسې پوښتنې ورسي. رښتيا ووايه چې له کومې دې زده کړې ده. شاګرد وويل: ابو محمد امام حسن عسکري عليه السلام ماته داسې حکم راکړ. کندي وويل: اوس دې سمه خبره وکړه ځکه چې داسې پوښتنه بې له داسې کورنۍ بل څوک نۀ شي کولي. بيا يې خپل ټول ليکل وسوزول.[1]
څو پوښتنو ته ځوابونه
1: ابو هاشم جعفري وايي: يو سړي له امامه تپوس وکړو چې ولې ښځې ته په وراثت کښې يوه برخه او سړي ته دوه برخې رسي. امام وفرمايل: ځګه چې جهاد او کور خرچه د ښځې په غاړه نۀ ده او د خطائي قتل ديت د سړي په ذمه دی او په ښځې نشته. ابو هاشم وايي ما له ځان سره وويل چې مخکښې ابن ابي العوجا له امام صادق عليه السلام څخه هم دا پوښتنه کړی وه او هغوي هم دا ځواب ورکړی ؤ. امام حسن عسکري عليه السلام ماته مخ کړ او وې فرمايل: هؤ دا د ابن ابي العوجا پوښتنه ده او کله چې پوښتنه يوه وي، زمونږ ځواب هم يو دی. زمونږ اول او اخر په علم او مقام کښې برابر دي. او د خدايې د رسول(ص) او حضرت علي عليه السلام مقام او فضيلت ځانته ثابت دي.[2]
2: حسن بن ظريف امام حسن عسکري عليه السلام ته وليکل د اميرالمومنين حضرت علي عليه السلام په باب د پيغمبر ددې وينا” من کنت مولاه فهذا علي مولاه” مطلب څۀ دي؟ امام وفرمايل: د پيغمبر مقصد دا ؤ چې حضرت علي عليه السلام د امامت په مقام وګماري چې د امت د اختلاف او تيت و پرک کيدا په وخت د حقو منونکې وي.
3: هروي وايي: د اسباط يو ځوي ماته وويل چې امام حسن عسکري عليه السلام ته يې يو ليک وليکلو او هغه يې د هغوي د دوستانو له اختلافه خبر کړ. او ورځنې يې غوښتل چې د اختلافاتو د ختمولو لپاره يوه معجزه وکړي. امام په ځواب کښې وليکل: په رښتيا سره خدايې پاک له عاقلانو سره خبرې کوي، هيڅوک له نورو پيغمبرانو او د ورستي پيغمبر له هغو دليلونو، نښو نښانو او معجزو زيات دليلونه نشي راوړي خو سره له دې د هغوي قوم وويل چې دی جادوګر او دروغژن دی خو چا چې د هدايت منلو لياقت درلود هدايت يې کړل. که خدايې غوښتل چې حق څرګند نشي نو پيغمبران به يې نۀ ګمارل. دخدايې پاک پيغمبرانو هم د کمزورۍ او هم د توانمنۍ په حالت کښې حق څرګند کړ او د ضرورت په وخت يې خبرې او ويناوې وکړې چې د خدايې پاک حکم نافذ شي. خلق څو ډوله دي. يوه ډله پوه او په نيغه لار ده، حقو ته رسيدلې، په اصولو او فروعو پابنده ده، شک او دوه ګونې يې په زړۀ کښې نشته، او بل پناه ځاي نۀ لټوي. يوه بله ډله، حق له اهل حقه نۀ اخلي دا د هغو کسانو په شان دي چې د سمندر لپاسه روان دي کله چې سمندر ارام وي، دوي هم ارام وي او کله چې سمندر ناکراره وي، دوي هم مضطربه او بې قراره شي. دريمه ډله هغه ده چې شيطان پرې واکمن دی او دحسد په وجه د حقوالو مقابلې ته راپاڅيدلي او په باطلو سره د حقو دفاع کوي. هغه کسان چې (له سمې لارې کاږۀ شوي) او يو خوا بل خوا ځي، پرې يې ږده شپون چې کله هم وغواړي ډير په اسانۍ سره رمه راغونډوي.
محمد بن حسن بن ميمون وايي: امام حسن عسکري عليه السلام ته مې ليک واستوۀ او د خپلې غريبۍاو نادارۍ ګيله مې وکړه. بيا مې له ځان سره وويل: امام صادق عليه السلام فرمايلي دي: له مونږ سره يو ځايې فقر او ناداري له نورو سره تر شتمنۍ ښه او له مونږ سره مړينه له نورو سره تر ژوندي پاتې کيدو غوره ده. امام زما د ليک په ځواب کښې وليکل: کله چې زمونږ د دوستانو او ليوالو ګناهونه زيات شي نو خدايې يې په غريبۍ او لاس تنګۍ سره له عيبو او ګناهونو ساتي. او ډير ګناهونه يې بخښي لکه څنګه چې دې له ځان سره وويل: له مونږ سره غريبۍ له دښمنانو سره تر شته منۍ او بې نيازۍ غوره ده. څوک چې مونږ ته پناه راوړي مونږ ورته پناه ورکوؤ، څوک چې له مونږ څخه رڼا او بصيرت وغواړي د هغوي لپاره رڼا يو، څوک چې له مونږ سره مينه ولري مونږ ورسره نزدې کيږو او څوک چې زمونږ له لارې کاږۀ شي د اور په لوري ځي.[3]
[1] . مناقب شهر اشوب ج 3 ص 525
[2] . اعلام الوری ص 374
[3] . کشف الغمة ج 3 ص 300
د امام عليه السلام معجزې
1: ابو هاشم جعفري وايي يوه ورځ امام حسن عسکري عليه السلام ته حاضر شوم، زړۀ مې غوښتل چې له امامه سپين زر واخلم چې د تبرک لپاره ترې ګوتمه جوړه کړم. له امام سره کښيناستم او په تللو کښې مې دا خبره هيره شوه.امام خپله ګوتمه له ګوتې راوويسته، ماته يې راکړه او وې فرمايل: سپين زر دې وغوښتل، ګوتمه په لاس درغله او له غمي او د جوړولو له پيسو هم بچ شوې، مبارک دې شه. ومې ويل: ګواهي ورکوم چې تۀ د خدايې ولي او زما امام يې.[1]
2: محمد بن ربيع شيباني وايي: په اهواز کښې مې له يو ثنوي (دوه خدايې منوونکي) سره وليدل له هغۀ سره مې بحث او مناظره وکړه او د هغۀ خبرو مې په زړۀ باندې لږ څۀ اثر وکړو. په لاره کښې مې امام حسن عسکري عليه السلام وليد. ماته يې وکتل. په ګوتې سره يې اشاره وکړه او وې فرمايل: “احد احد فوحده” خدا يو دي، يو دي، هغه يو ګڼه (زۀ په دې خبره ډير حيرانه شوم)[2]
3: محمد بن عياش وايي: مونږ څو کسانو د امام حسن عسکري عليه السلام د معجزو په باره کښې خبرې کولې. يو ناصبي هم موجود ؤ. هغۀ وويل: زۀ امام ته بې له سياهۍ او رنګه يو ليک (سپين ليک)ليکم که امام د هغۀ ځواب راکړ نو وبه منم چې په حقه دي. مونږ هم ليکونه وليکل او ناصبي هم په يو کاغذ باندې په تش قلم سره خپلې خبرې وليکلې او امام ته مو واستول. امام مونږ ټولو ته ځوابونه وليکل. د ناصبي په ليک کښې يې د هغۀ او د هغۀ د مور او پلار نوم وليکلو. ناصبي چې کله خپل ځواب وليد نو له ډيرې حيرانتيا بې هوشه شو او چې په هوش کښې راغي نو حق يې قبول کړو او امام په پيروکارو کښې شامل شو.
[1] . اصول کافي ج 1 ص 512
[2] . کشف الغة في معرفة الائمة ج 3 ص305
د امام ځينې ځلاندې ويناوې او د هغوي اصحاب
1:په ژوند کښې منځ لاري او اقتصاد پکار دی. او له اسراف او افراطه ځان وساتئ.
2: د امام د وړوکوالي په دوران کښې يو سړي امام وليد چې ژړل يې او نور ماشومان په لوبو لګيا وو. سړي خيال وکړ چې ګوندې له امام سره د لوبو سامان نشته او له نورو سره شته نو ځکه ژاړي. امام ته يې عرض وکړ: د لوبو سامان درله واخلم؟ امام وفرمايل: اي کم عقله! مونږ د لوبو لپاره نۀ يو پيدا شوي. وې پوښتل: نو د څۀ لپاره پنځول شوي يو؟ وې فرمايل: د علم او عبادت لپاره. وې پوښتل: په څۀ دليل دا خبره کوې؟ امام وفرمايل: د لويې خدايې له کلامه چې په قران کښې فرمائي: تاسو دا خيال کوئ چې بې مقصده او بې هدفه مو پيداکړي يئ؟ او مونږ ته به نۀ راګرځئ؟
3: په جدال او چټي بحث سره سړی سپکيږي. او څوک چې ډيرې ټوقې کوي نور ورباندې جرات پيدا کوي.
4: له هر کتونکي سره سلام او په غونډو او محفلونو کښې وروسته او اخر ته کښيناستل په عاجزۍ او تواضع کښې شمېرل کيږي.
5: کله چې زړونه تازه وي نو له علم او حکمته يې ډک کړئ او چې کله خفه او مړاوي شي نو پرې يې ږدئ.
6: د غمژن سړي په مخکښې د خوشحالۍ څرګندول له ادبه لرې خبره ده.
7: خاکساري اوتواضع داسې نعمت دي چې څوک ورسره حسد نشي کولي.
8: د څيرې ښه والي د ظاهر ښکلا ده او د عقل ښۀ والي د باطن ښکلا ده.
9: د خدايې په لور تلل يوداسې سفر دی چې بې له شپو روڼولو لاس ته نۀ راځي.
10: ټولې بدۍ په يو کور کښې غونډې دي چې کُنجي يې دروغ ويل دي.
:د بخښنې او خرچ لپاره يوه اندازه ده چې له هغې تير شي نو اسرف دي.
12: او د احتياط هم يوه اندازه لري چې له هغې تير شي نو ويره شي.
د امام ځينې ملګري او اصحاب
که څه هم د امام په زمانه کښې د محدوديت او ساډوبۍ د فضا په وجه د امام حسن عسکري عليه السلام خاص ملګري ډير نۀ دي. خو هغه لږغوندې کسان هم چې د امام له علمه خړوب شوي دي له لويو الهي کسانو او متقيانو څخه ګڼل کيږي. زۀ دلته څو کسانو ته اشاره کوم:
1:احمد بن اسحاق الشعري قمي(رح):
د امام ځانګړې او په قم کښې يو نامتو کس ؤ.امام ته به يې د قميانو مسائل وړل اوځوابونه به يې ترلاسه کول. د امام جواد عليه السلام او امام هادي عليه السلام په زمانه کښې هم ؤ او له هغوي هم روايتونه لري.
2:ابوهاشم داود بن القاسم الجعفري (رخ):
د بغداد اوسيدونکي د جعفر طيار له کهوله او د خپلې کورنۍ له لويانو څخه ؤ. له امامانو سره يې ستر مقام درلود، امام جواد عليه السلام امام هادي عليه السلام يې ليدلی وو او د وړوکي غيبت په لومړيو کښې د زمانې د امام مهدې (عج) وکيل اوچاروال هم ؤ. ابو هاشم جعفري امامانو ته ډير نزدې ؤ او د هغوي له ځانګړو دوستانو ګڼل کيدو، له هغو يې ډير روايتونه نقل کړي او يو کتاب يې هم ليکلی دی.
3: عبدالله بن جعفر حميري (رح):
د قم له بزرګانواود امام حسن عسکري عليه السلام په پاکو ملګرو کښې شامل ؤ. ډير کتابونه يې ليکلي چې “قرب الاسناد” کتاب ته يې عالمانو او فقيهانو ډيره پاملرنه کړې ده. دې د هجرت په290 کال کوفې ته لاړ اوهلته به ترې خلقو حديثونه زده کول.
4: ابو عمرو عثمان بن سعيد عمري(رح):
په وړوکي يا لنډ غيبت کښې د زمانې د امام لومړې نائب ؤ. يو باوري او لويې کس او د امام هادي عليه السلام، امام حسن عسکري عليه السلام او امام مهدي(عج) ملګري او وکيل ؤ. له يوولس کلنۍ د امام هادي عليه السلام په وړاندې وروزل شو او د ورستيو دريو امامانو اود خلقو ترمينځ به يې د واسطې کار کوؤ. اوکله کله به يې کرامتونه هم ښودل.
شهادت
د بني عباسو خليفه ګانو او د هغوي چاروالو اوريدلي وو چې امامان دولس دي او دولسم به يې له غيبته او بيا څرګندوې وروسته د ظالمانو ټغر ټول کړي، باطل حکومتونه به ختم کړي او نړۍ به له عدل و انصاف ډکه کړي. دامام هادي عليه السلام د دوران په پايې کښې خليفه ګان په دې خبره ډير انديښمن وو او امام هادي عليه السلام به يې ډير سخت څارۀ او غوښتل يې چې د امام ځوې ونۀ شي. حتي امام يې څو ځله بندي کړ اوبالاخره چې کله امام ته د خلقو تګ راتګ ډير زيات شو او د معتمد عباسي د صبر جام ډک شو نو د امام د شهيدولو فيصله يې وکړه امام ته يې په پټه زهر ورکړل او هجرت د 260 کال د ربيع الاول په اتمه نيټه يې شهيد کړ.
په ټولنه کښې د امام نفوذ او په تيره بيا د علويانو د بلوا کولو ويرې عباسي معتمد ډير وويرولو چې داسې نۀ وي د هغۀ لخوا امام ته د زهر ورکولو خبره څرګنده شي نو په هرې ممکنې طريقې سره يې هاند وکړ چې دا جرم پټ کړي.
ابن صباغ مالکي په ” فصول المهمه” کتاب کښې د عباسي دربار د يو درباري عبدالله بن خاقان له خلې ليکي: د امام ابو محمد حسن بن علي عسکري عليه السلام د شهادت په وخت د عباسي خليفه حالت بدل شو دومره چې مونږ يې حيرانه کړو او دا خيال مو هم نۀ کوؤ چې د وخت د خليفه چې دومره قدرت او طاقت په لاس کښې لري، حالت دومره بدل شي. کله چې امام ناروغ شو نو خليفه د خپل دربار پنځۀ خاص فقيهان د امام کور ته وليږل. او حکم يې ورکړ چې د ټولو پيښو راپور دۀ ته ورکړي. او قاضي بن بختيار ته يې حکم ورکړ چې لس باوري کسان د امام کور ته وليږي. او د امام د حالت خبره دۀ ته ورکوي. دوه درې ورځې پس خليفه ته خبر ورکړې شو چې د امام حالت ډير بد شوې دی او د رغيدو امکان يې کم دی. خليفه حکم ورکړ چې شپه او ورځې دې د هغوي حفاظت او خدمت وکړې شي. تر دې چې څو ورځې ورسته امام له دې فاني دنيا سترګې پټې کړې. کله چې د امام د شهادت خبر په سامرا کښې خپور شو نو ټول بازارونه او دکانونه بند شول او په سامرا کښې ژړا انګوله شوه.بني هاشمو، درباريانو، دلښکر قوماندانانو، قاضيانو، شاعرانو، فقيهانو او حتی ټولو پرګنو د امام په جنازه کښې ګډون وکړ. او په سامرا کښې د قيامت منظره وه. کله چې جنازه کښې خاورو ته سپارلو ته تياره شوه. نو خليفه خپل ورور عيسی بن متوکل راوستولو چې د جنازې مونځ وکړي. کله يې چې جنازه د مانځه لپاره په زمکه کيښوده نو عيسي ورنيږدې شو د امام له مخ يې کفن هسک کړ او علويانو، عباسيانو، قاضيانو، ليکوالو او شاهدانو ته يې وښودلو او وې ويل دا ابو محمدعسکری عليه السلام دی چې په خپل مرګ وفات شوې دي. او د خليفه پلانکي درباريان پرې شاهدان وو.
د امام د وفات نيټه د هجرت 260 کال د ربيع الاول اتمه د جمعې ورځ ده. او هغه حضرت په هغه کوټه کښې چې د پلار قبر يې هم پکښې ؤ. خاورو ته وسپارل شو. نو له دغو خبرو څرګنديږي چې په ټولنه کښې د امام څه پوزيشن ؤ. او حکومت له دوي ولې انديښنه لرله. او دا چې خليفه د امام د زهرژنولو له ښکاره کيدو ويردۀ او په تللو پلانونو سره يې کوشش کوؤ چې د امام شهادت يوه طبيعي پيښه وښائي. چې ګوندې امام په خپل مرګ وفات شوی دی. عباسي معتمد د امام حسن عسکري عليه السلام له شهادته وروسته ظاهرا د امام د مور او ورور جعفر تر مينځ د امام د ميراث په ويشلو سره کوشش وکړ چې د دوي منونکي د ورستي امام له وجوده نهيلي شي. خو په پټه يې خپلو کار کوونکو ته حکم ورکړو چې هر ځايې لټ په لټ کړي او کۀ د امام ځوې مو وموند نو له منځه يې يوسي.
خو د زمانې امام يعني دولسم امام يې پيدا نۀ کړې شو. او خدايې پاک هغه د دښمنانو له شره خوندي کړ او کۀ څۀ هم امام حجه ابن الحسن مهدي (عج) د ظالمانو له شره د بچ کيدو لپاره له خلقو سره څرګندې اړيکې او رابطه نۀ لرله او د خدايې په حکم پټ او غائب شو خو د امام حسن عسکري عليه السلام ځانګړي او خاص ملګري چې امام مهدي(عج) يې په وړوکوالي کښې ليدلي ؤ، د امام په شته والي ډاډا من ؤ او د امام حسن عسکري عليه السلام د وفات په وخت هم چې کله جعفر غوښتل چې په امام د جنازې مونځ وکړي امام مهدي(عج) راڅرګند شو او د خپل پلار په جنازې يې مونځ وکړو. او د لنډ غيبت په ټوله موده کښې هم د امام منوونکوله دوي سره د خاصو نائبانو په ذريعه ارتباط درلود او امام به ددغو نائبانو په ذريعه پوښتنو ته ځوابونه ورکول او ددغه نائبانو په لاس يې ډيرې معجزې او کراماتونه وکړل چې د دوستانو او منونکو اطمينان او ډاډ پرې ورځ په روځ زيات شو.