Languages فارسی العربية English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsch español فارسى درى РУС
Scroll down
دینی پوهنې

د ولايت د اعلان ورځ

2017/09/16

د ولايت د اعلان ورځ

يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ

د لوی اختر( ذي الحجې ) د مياشتې اتلسمه نېټه د غدير خم د مشهورې تاريخ واقعې يادونه کوي نو غواړم چې د غدير خم د واقعې له لږ تفصيل نه مخکښې په دې حقله د پښتو او پښتنو د سر تاج ستر حمزه بابا (رح) څو شعرونه نقل کړم لکه حـمزه بابا (رح) وائی:

واقعـــــه چې د غـــــديـــــر شوه پــــه نوروز کښې
پکښې شته دی لوی حکمت که څـوک پوهيږي
کـــــــــه غنچــــې د نبــــــوت پـــــامـــــالــــــوې شی
هــــــر ســــــاعت بــــه نــــوې نـــــوې پېــــدا کيږي
او په يو بل ځای کښې وائی:
د مَنْْ کُنْتُ فــــرمان وشــو په کـــوم وخـت کښې
په دې وخت کښې چې نوروز د کال ځـواني وه
امــــــامت بـــــه يــــــې مـــــــدام ګلـــــونه ســــپړي
سلســــله يـــــې د فــــېضونــــــو لا فـــــانــــــــي ده

ارواښاد حمزه بابا (رح) په دې شعرونو کښې د اسلامي تاريخ هغې سترې واقعې ته اشاره کړې ده چې کله د خدای ګران رسول (ص) د هجرت په لسم کال له وروستي حج (حجه الوداع) نه پس له يو لک شلو زرو نه زياتو صحابه کرامو سره راستنېدو نو چې هر کله د (( غدير)) خم مقام ته راورسېدل نو دغه وخت د لوی اختر د مياشتې (ذي الحجې) اتلسمه نېټه وه او ځينو تاريخونو دا هم ليکلي دي چې دغه نېټه په هغه وخت کښې د هجري نمريز کال د وري د مياشتې له وړومبۍ نېټې چې د نوروز ورځ ورته وائي سره برابره وه.همدا وجه ده چې زمونږ په پښتونخوا کښې هم د نوروز ورځې ته له حضرت علي (ع) سره نسبت ورکول کيږي او د اسلام د هغه ستر شخصيت ذکر کيږي غدير خم هغه سيمه ده چې د مکې معظمې او مدينې منورې تر منځ واقع ده او ورنه د نورو سيمو لارې جدا کېدې او دغلته د هغو سيمو صحابه کرامو چې لارې يې جدا کېدې د خدای له ګران رسول (ص) نه رخصت واخېست او په خپلو خپلو لارو روان شول چې په دغه موقع د خدای ګران رسول باندې د خدای پاک لخوا د قران مجېدد سورۀ مائده ٦٧ مبارک ايت نازل شو چې فرمائي:

يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ
(( ای رسوله (ص) !هغه حکم چې ستا دخدای لخوا په تا نازل شو خلقوته ورسوه او که داسې دې و نه کړل نو رسالت دې و نه رسوۀ او خدای به دې له خلقو څخه وساتي او خدای پاک د کافرو( انکارکوونکو) قوم ته هدايت نه کوي))

له مشهور اصحابي حضرت ابو سعيد خدري (رض) نه روايت دی چې دغه ايت مبارک د غدير خم په ورځ د حضرت امام علي بن ابي طالب (ک) په حقله نازل شوی دی. د ذکر شوي ايت مبارک د دا ډول شان نزول په حقله د ځينو سنی کتابونو حوالې په دا ډول دي:

تفسير فخرالدين رازي ١٢ ټوک ٥٠ مخ، تفسير درالمنثور ٢ ټوک ٢٨٩٨ مخ، اسباب النزول ١٥٠ مخ، وفاء الوفاء ٢ټوک ١٠١٨ مخ، کنزالعمال ١٣ټوک١٣٤ مخ، ترجمه امام علي (ابن عساکر) ٢ټوک ٨٦ مخ، الفصوص المهمه ابن صباغ مالکي ٤٢ مخ، تفسير آلوسي ٦ ټوک ١٩٣مخ، ينابيع الموده ١٢٠ مخ، تفسير طبري ١٢ټوک ٤٩ مخ، شواهد التنزيل ١ټوک ٢٥٠ مخ او داسې نور ډېر کتابونه

چې کله د خدای پاک لخوا نه دا ايت مبارک نازل شو نو د خدای ګران رسول (ص) له مرکب نه راکوز شو او حضرت بلال (رض) ته يې د بانګ وئېلو حکم ورکړ او حکم يې وکړ چې ټول راغونډ شئ او چې کوم کسان لا نه دي رارسېدلي د هغوي انتظار وکړئ او چې څوک مخکښې لاړ دي هغوي بيا راستانۀ کړئ. چې ټول راغونډ شول نو د خدای ګران رسول (ص) لپاره د اوښانو له کجاؤ څخه منبر جوړ کړی شو، هغوی په ممبر باندې اوخت او يوه فصيحه او بليغه خطبه يې ورکړه، او دخطبې په اخېر کښې يې وفرمايل: (( ايا زۀ له تاسو نه ستاسو په نسبت په تاسو ستاسو په نفسونو باندې اولی نه يم؟)) خلقو ټولو وويل: هو، يا رسول الله (ص)! ته زمونږ ټولو اختيار من يې. بيا يې ورته وفرمايل: چې ((ايا خدای زما مولا او زۀ د خدای لخوا ستاسو مولا نه يم؟)) ټول په يو اواز وويل چې بې شکه ته زمونږ مولا يې. دغه وخت يې د حضرت علي کرم الله وجهه لاس ونيوۀ او اوچت يې کړو او صحابه کرامو (رض) وويل چې د حضرت علي کرم الله وجهه لاس يې دومره اوچت کړو چې مونږ د دواړو د ترخونو سفيدي هم اوليده او وې فرمايل: (( مَنْ کُنْتُ مَولاه فَهذا عَلّیٌُُ مَولاه الَّلهُمَّ والَ مَنْ والاهُ وَ عادَ مَنْ عادَهُ والنَصر مَنْ نَصْره.........))

يعنې زۀ چې د چا مولا( ولی او سرپرست) يم دا علي د هغۀ مولا ( ولي او سرپرست ) دی. ای خدايه ته دوستی او مينه وکړې له هغه چا سره چې له دۀ سره دوستی او مينه کوي او دښمني وکړې له هغه چا سره چې له دۀ سره دښمني کوي او له هغه چا سره مرسته ملګرتيا وکړې چې له دۀ سره مرسته او ملګرتيا کوي
له دې خطبې نه پس د خدای ګران رسول (ص) ټولو صحابه کرامو (رض) ته حکم وکړ چې ټول له حضرت علي (ع) سره د هغۀ په ولايت او امامت باندې بېعت وکړئ. له ټولو وړومبی کس چې له حضرت علي (ک) سره يې بېعت وکړ حضرت عمر (رض) ؤ چې ورته يې وويل: (( بَخٍٍ بَخٍٍ يا علي اَصبَحْتُ مَولای وَ مَولی کُلَّ مومٍنٍٍ وَ مومٍنه )) يعنې ای علی! مبارک مبارک شه چې ته له نن نه د مومنانو او مومناتو مولا شوی. بيا درې ورځې دغه ټول خلق په غدير خم سيمه کښې ايسار شول او ټولو له حضرت علی (ک) سره بېعت وکړ. له دې واقعې نه پس د خدای ګران رسول (ص) باندې د خدای پاک لخوا د سورۀ مائده ٣ مبارک ايت نازل شو: الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا
يعنې نن مې دين ستاسو ټولو لپاره مکمل کړو او په تاسو مې خپل نعمت تمام کړ او اسلام مې د دين په توګه ستاسو لپاره غوره کړو.
د دې مبارک ايت په حقله چې د غدير خم د واقعې په باره کښې نازل شوی دی د ځينو سنی کتابونو حوالې په دا ډول دي:
تفسير الدرلمنثور ٢ټوک ٢٥٩ مخ، تاريخ بغداد ٨ ټوک ٢٩٠ مخ، ترجمه امام علي ابن عساکر ٢ټوک ٨٦ مخ، البدايه والنهايه ٥ټوک٢١٤ مخ، تفسيرابن کثير ٢ټوک٤٩١ مخ،شواهدالتنزيل ١ټوک ٢٠٢ مخ، مناقب خوارزمي ٨٠ مخ، تذکره الخواص ٣٠ مخ، فرائدالسمطين ١ټوک ٧٣ مخ، مناقب ابن مغازلي شافعي ١٩ مخ

چې مختصره ترجمه يې په دا ډول ده: يعنې (( د غدير خم په ورځ د خدای ګران رسول (ص) په لوړ اواز وفرمايل ستاسو مولا او ولي څوک دی؟ بې له مخالفته ټولو وويل ستا پرودګار مو مولا دی او ته زمونږ ولي او سرپرست يې او په مونږ کښې هيڅوک ستا نافرماني نه کوي بيا يې وفرمايل ای علي پاڅه له ځانه پس ستا له امامت او مشرتابۀ سره خوشحال يم، زۀ چې د چا چا مولا يم د هغوي مولا علي دی، له هغۀ سره مينه وکړئ او د هغۀ رښتني ملګري او پېروکار شئ، په دغه وخت يې دعا وکړه : ای خدايه له هغه چا سره مينه او دوستي وکړې چې څوک له دۀ سره مينه او دوستي کوي او د هغۀ له دښمنانو سره دښمني وکړې ))

ځينو کتابونو دا هم راوړي دي چې کله دا واقعه وشوه نو يو کس مسلمان نعمان فخري چې کله خبر شو چې د خدای ګران رسول (ص) له ځانه وروسته د حضرت علي (ک) د ولايت او امامت اعلان وکړ نو ډېر په غصه او قهر کښې د خدای د ګران رسول (ص) په خدمت کښې حاضر شو او په ډېرې بې ادبۍ سره يې وويل: ای محمده! تا وويل چې خدای يو دی او زۀ د خدای رسول يم، مونږ درسره ومنله، بيا دې راباندې نمونځ، روژه او نورې څيزونه فرض کړل مونږ درسره ومنله نو اوس دې راباندې د خپل ترۀ زوی مسلط کړ چې د هغۀ حکم به منو.

وائی چې د دې خبرو په اورېدو سره د خدای د ګران رسول (ص) د څېرې رنګ بدل شو او په جلال کښې راغی او ورته يې وويل چې ای نعمانه په هغه رب مې دې قسم وي چې زما ځان يې په اختيار کښې دی چې دا ما له ځانه نه دي کړي بلکې د خدای پاک حکم ؤ

نعمان فخري ورته وويل که ته رښتيا وائې چې دا د خدای حکم دی نو په ما دې يو غذاب له اسمانه نازل کړي او د دې ويلو سره په قهر سره په خپل مرکب باندې د سپرېدو په حال کښې ؤ او يوه پښه يې په رکاب کښې او بله بهر وه چې له اسمانه يو کاڼی راوغورزېد او د دۀ له په سر ولګېد او لاندې ترې ووت او په هغه ځای هلاک شو. چې په دې هکله د قران مجيدد سورۀ المعارج وړومبني دا دوه مبارک ايتونه نازل شول: سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ، لِّلْكَافِرينَ لَيْسَ لَهُ دَافِعٌ يعنې(( يو سوال کوونکي د عذاب لپاره سوال وکړ چې ارو مرو واقع کېدونکی دی او د هغۀ د دفع کولو لپاره هيڅ څوک نشته))

په دې حقله چې دا مبارک ايت د غدير خم د واقعې په باره کښې نازل شوی دی د ځينو سنی کتابونو حوالې په دا ډول دي:

نورالابصار ٧١ او ٧٨ مخونه، تفسير العاني ٢٩ټوک ٥٥ مخ، سيرۀ حلبيه ٣ټوک٢٧٥ مخ، تذکره الخواص ٣٠ مخ، تفسيرالکشاف ٤ټوک ٦٠٨ مخ، تفسيرالدرالمنثور ٦ټوک ٢٦٤ مخ، شواهدالتنزيل ٢ټوک ٣٨١ مخ، فرائدالسمطين ١ټوک ٨٢ مخ

په مخصره توګه غديرخم هغه واقعه ده چې حمزه بابا (رح) يې په خپلو شعرونو کښې ذکر کړی دی او په اسلامي تاريخ يې په دې نوم سره ذکر شوی دی. همدغه ورځ ده چې خدای پاک د رسول الله په ذريعه مسلمانانو ته د حضرت علي کرم الله وجهه ولايت اعلان کړ او په همدې بنياد شيعه مسلمانان او د اهلسنتو د طريقت ټولې سلسلې حضرت علي کرم الله وجهه امام الاولياء ګڼي او په ټولو مخلوقاتو باندې د هغۀ ولايت اوامامت برحق ګڼي.
لکه د تورې او قلم خاوند ستر خوشحال بابا (رح) په خپل يو مفصل کلام کښې چې څو شعرونه يې بيانوم وائی:

که پکــار دی وي دخــــدای پېژندګلـي
پــــېروي د محمــــد کــــــــــړه د عـــلـــــي
بس دا دومره ويل کا ورته رخصت دی
محـــــمد دی پېغـــــــمبر علـــــــي ولــــي
د علــــي د آل په مــــدح کښې جنت دی
د خــــوشحال خټک په دا ده تسلـــــي

د غدير خم واقعه هغه يواځېنۍ واقعه چې له يولک شلو زرو نه زيات اصحابان د ددې واقعې کتونکي او اورېدونکي دي

د غدير د واقعې حديث د مسلمانانو په مختلفو مکاتب فکر محدثينو په مختلفو طريقو نقل کړے دے په مجموعي توګه د غدير د حديث راويان له اصحابو (رض) څخه يو سل او لس کسان دي له تابعينو څخه څلور ايتا کسان دي او له تبع تابعينو څخه درې سوه شپېتۀ کسان دي. علامه اميني په خپل الغدير نومې کتاب د هغو ټولو اصحابانو، تابعينو او محديثينو نومونه ورکړي دي چې دغه حديث يې نقل کړی دی. په دې موضوع باندې د مسلمانانو د مختلفو طبقو عالمانو ځانګړي کتابونه ليکلي دي چې پکښې تر ټولو ستر او تفصيلي کتاب د علامه امينی کتاب (( الغدير)) نوميږي. دا کتاب په عربۍ کښې ليکل شوی دی او فارسي ترجمه يې په څلوريشتو ټوکو کښې چاپ شوې ده د دغه کتاب ټولې منابعې او سرچينې له اهلسنتو له کتابونو څخه نقل شوي دي. البته دومره به عرض وکړم چې اکثرو اهلسنتو کتابونو د غديرخم د دې واقعې په هکله ليکلي دي چې د خدای ګران رسول (ص) په دې موقع يوه ستره او مفصل خطبه وفرمايله خو هغه خطبه يې ټوله نه ده نقل کړې او فقط په يو څو جملو يې بسنه کړې ده معلومه نه ده چې څه وجه ده چې د خدای د ګران رسول (ص) نورې ټولې خطبې يې په تفصيل سره ورکړي دي خو دا خطبه يې تفصيل سره نه ده نقل کړې؟ او بل طرف ته اکثرو اهل تشيع سرچېنو د خدای د ګران رسول (ص) د نورو خطبو په شان دغه خطبه او د دې ټول روداد هم په تفصيل سره راخېستي دي

په دې حقله ما بنده هم د غدير خم په نوم يو کتاب چې ليکوال يې الشېخ عبدالصالح الانتصاري دی په پښتو ژباړلی او په ١٨٠ مخونو سره چاپ کړی دی چې که څه هم دغه کتاب مختصر دی خو کوټلی او مدلل دی چې پکښې تر ډېره حده يو څېړونکی او لوستونکی د غدير خم له حقيقت نه خبرېدې شي.