Languages فارسی العربية English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsch español فارسى درى РУС
Scroll down
د رحمت میاشته

روژه او د نفس تربیت

2017/07/08

روژه او د نفس تربیت

د ورژې مبارک میاشت چې پکښې انسان د خدای له حلالو ځان ساتی او د راتلونکی وخت لپاره یو ډول د خپل نفس تربیت کوی چې له حرامو ځان وساتی په دې لړ کښې یوه کیسه نقلوو:

یوه شپه د محمد باقر په نوم یو ځوان طالب،  په  دیني مدرسه کې په خپله کوټه کې  په سبق ویلو لګیا وو چې ناڅاپه یوه پیغله جینۍ وارخطا شان  کوټې ته راننوتله . د جینۍ له کړو وړ معلومه چې د شهزادګيو له ډلې ده . هغه له راننوتلو سره ور پورې کړ  او طالب ته یې چې اریان دریان ولاړ و   په اشارې سره وویل چې غلی شه. جینۍ بیا پوښتنه وکړه په ډوډۍ کې دې څه پخ کړې دي؟ طالب چې د ماسخوتن ډوډۍ ته  ساده شان خواړه تیار کړې وو  راوړل ،  جینۍ  وخوړول او  بیا د کوټې په یوه ګوټ کې اوده شوه . محمد باقر هم په خپل کتاب لګیا شو.

له بلې خوا دغه شاهزادګۍ تښتیدلې وه نو د پاچا په حکم ټول سپایان په هغې پسې ګرځيدل.سهار چې جینې د محمد باقر له کوتې ووتله ، دولتي مامورانو له محمد باقر سره یو ځای ونیوله  او پاچا ته یې بوتلله. صفوي پاچا  شاه عباس په ډیره غوسه له طالبه پوښتنه  وکړه :  ولې  دې دشپې مونږ ته اطلاع رانه کړه چې  لور  مې ستا په کوټه کې پټه شوې ده ؟ محمد باقر وویل : شهزادګۍ ګواښلی وم چې  که خبر ورکړم جلاد ته مې وسپاره او سر به مې پرې کړي.

شاه عباس له پلټنو وروسته پوه شو چې دغه طالب تر سهاره په مطالعې لګیا و  او له شهزادګۍ سره یې هیڅ نه دي کړی.  پاچا په ډیره حیرانتیا او  د ستایلو په  انداز کې له طالبه وپوښتل چې  تا څنګه   ټوله شپه د یوې پیغلې په شتون کې له خپل نفس سره مقابله وکړه .  زلمي طالب خپلې لس  ګوتې  پاچا ته وښودلې ، د ګوتو سرونه یې سوزیدلې وو او بیا یې پاچا ته ځواب ورکړ: «کله چې شهزادګۍ اوده شوه ، نفس مې وسوسه  کړم چې ورنزدې شم  خو  هر ځل به چې نفس وسوسه کولم خپله یوه ګوته به مې  په  بلې شمعې کیښودله  چې د دوزخ اور راته رایاد ش ي ، او اخر تر سهار پورې مې له خپل نفس سره مبارزه وکړه  او د خدای په فضل  شیطان  ونه کړی شول چې ما له نیغې لارې واړوي  او ایمان مې  وسوزوي.  شاه عباس د ده ځواب  له تقوا او پرهیزګارۍ ډیر خوشاله شو او امر یې وکړ چې  شهزادګي هم ده ته واده کړئ  او هغه ته یې  د «میرداماد» یعنې د پاچا د زوم  لقب ورکړ.  میر داماد د خپلې زمانې ډیر لوی فیلسوف  شو او تر ننه پورې   په سترتوب او  عظمت یادیږي.

د روژي د مبارکي میاشتي شپي او ورځي په چټکۍ سره تیریږي  او اوس د دغه میاشتې  په وروستۍ لسیزه کښې  یو،په هغو روژتیانو دې د خدای سلام او درود وي،چې  الهي درګاه ته د رسیدو توفیق یې  ترلاسه کړی،او د دغې ارزښتمنې میاشتې  کښې د خدای د نعمتونو  له دسترخوانه ګټه واخلي ،هیله من یو چې  د دې میاشتې په پاتې ورځو کښې  د ځان جوړونې  وس له پخوا زیات پیدا کړو  او د نیکو  کارونو  او هغو کارونو په زمینه کښې بریالي واوسو چې د الله تعالی رضا وي او پرې خوښ وي.

د روژي د مبارکې میاشتې د خدای د مخلصو بنده ګانو  لپاره د راز او نیاز یوه افضله شپه، د روژي د مبارکي میاشتې د ۲۱ شپه ده ،چې ممکنه ده د قدر شپه وي .  په دي ورځو کښې یو ځل  بیل له انسان څخه  د الله تعالی له هر کلنې پوښتنې سره مخ کیږو ،چې  ته څه پوهیږي،چې د قدر شپه څه ده؟( قدرت سورت ۲ آیت )

 ښايي په جرآت سره وویلاي شو،چې دغه پوښتنه د قرآنکریم یوه مهمه پوښتنه ده،چې تر ابده پورې ځواب غواړي  او  انسان په باب غیب کښې پوښتنې ته اړ کوي .

 لکه څنګه چې پوهیږۍ د قدر شپه د یوه برکنتناکه او سپیڅلي شپه ده  چې  الله تعالی په قرآن کښې په ستر توب یاده کړي ده  او په همدې نامه سورت یې هم  نازل کړی،په درست کال کښې یوه شپه هم د قدر د شپي فضیلت ته نه رسیږي،دا شپه د قرآن د نازلیدو شپه ده  او ملائیکي پکې را کوزیږي ،دا د ښکلا ، راز او نیاز  او له خدای سره د انس،مینې او محبت او له هغه د مغفرت غوښتلو شپه ده .

مار او پوړۍ ،یوه هغه لوبه ده،چې یوه مربع شکله تخته لري  او وړي څلورخونې پرې جوړي شوي او په  هغو هم د مار او پوړۍ انځورونه دي، په دغه لوبه کښې  په هره څلورخونه کښې چې  پوړۍ وي، سړی پورته خیږي  او په هره خونه کښې چې مار وي ،کوز غورځیږي .

 کله ناکله خو داسي هم کیږي  چې  څوک په  دغو کوزو،څلورخونه کښې وي ،خو له پوړۍ سره مخ شي  او په چټکۍ سره څو  پوړیو  پورته کیږي ،خو په دغه لوبه کښې کله ناکله پورته وي  خو  له مار سره مخ کیږي ،چیچل کیږي او لاندي غورځیږي .

نو اوس نړۍ هم دغه د مار او پوړۍ  لوبې ته ورته ده، چې کله نا کله ممکنه وي  ښکته وي خو  الله تعالی ستا په لاره کښې پوړۍ راولي ،لکه ښه دوست، کتاب او یا ښه میرمنه چې  پر اساس پورته او اوج ته ورسیږي ،او کله ناکله خو هم ممکنه ده  پوره وي ،یا لوړي زده کړې ولري  او یا هم زیات اعتبار او تقوا ولري  او د مار لخوا وچیچل شي.

لکه یو ناوړه دوست،بی معنا کتاب  او یا هم ناروا عایدات تا  په ځمکه وولي او را کوز دي کړي ،نو د الله تعالی په دربار کښې مهم څیز، پایله او د کار پاي دی .

له دې کبله تل  په روایتونو کښې ټینګار شوی دی،چې انسان له الله تعالی د خپلو اړتیاؤ او غوښتنو په پوره کولو کښې د عاقبت خیر او نیک پاي وغواړي  او د الله تعالی له رحمت څخه نهیلی نه شي .

 د قدر شپي د الله  تعالی د رحمت د جاري کیدو او  بخښنې غوښتلو لپاره غوره فرصت دی ،الله تعالی د رحمت بې پایه سمندر دی  او مونږ د ککړو اوبو په څیر،چې که اوبه سمندر ته ستنې شي  پاکي او رڼې کیږي ،نومونږ هم خدای تعالی ته په ستنیدو سره پاکیږو ،دغه خبره  الله تعالی د حجر سورت په ۴۹ آیت کښې کړي   او فرمايي:

بنده ګان مې خبر پوهه کړه  چې زه بخښونکی او مهربان یم .

د حضر ت موسی (ع) په وخت کښې یوه موده باران ونه شو،کروندې وچې شوي  او د قحطۍ بلا ټوله سیمه ونیوله ،خلکو  حضرت موسی (ع) ته مخه کړه  او په  زاریو سره يې ترې وغوښتل ،د باران لمونځ وکړي ،هغوۍ هم ومنله  او  له ډیرو خلکو سره یوځاي ،د دښتې په لور ولاړه ،وروسته یې د باران  لمونځ  وکړ  او له الله تعالی یې وغوښتل  چې د خپل رحمت باران پرې نازل کړي. خو وڅومره دعا چې یې وکړه او له خدايه یې مرسته وغوښته ،باران ونه شو ،نو دغه مهال حضرت موسی (ع) وفرمایل،  ای خدایه په اویا زره کسانو سره،چې څومره دعا هم وکړو، باران نه کیږي ،علت یې څه دی؟  آیا زما مقام او منزلت ستا په نزد کم شوی دی ؟

الله تعالی حضرت موسی (ع) ته په خطاب کښې وفرمایل، ای موسی ستا مقام  نه دی کم شوی ،خو په تاسو کښې داسي یو کس دی،چې  څلویښت کاله کیږي چې ګناه کوي ،نو هغه ته ووایه چې له خلکو ووځه ،څو مو دعا قبوله شي.

 حضرت موسی (ع) اعلان وکړ،  چې ګناهګار دې له خلکو ووځي چې باران نازل شي ،دغه ګناهګار کس چې ولیدل هیڅ څوک نه وځي،نو  پوهه چې د خدای تعالی  هدف همدغه کس دی ،نو له  ځان سره یې وویل، که پاڅم  او بهر ولاړ شم ،نو رسوا کیږم او که د خلکو له ټولې ونه وځم نو  باران نه کیږي .

 خو دغه کس چې ولیدل چې د هغه ګناهونو په دلیل خلک د الله تعالی له رحمته بې برخي شوي دي،نو کښیناسته  او حقیقي توبه یې وکړه  او د خپلي څلویښت کلنې ګناه پخاطر یې له  الله تعالی بخښنه وغوښته .

دغه ګناهګار سړي له  بې ساري خدایه وغوښتل  چې رسوا یې نکړي  او همالته یې وبخښي ،یو ناڅاپه  برکتناک باران پیل شو ،نو حضرت موسی (ع) وفرمایل، ای خدایه څوک خو زمونږ له ډلي ونه وتل، نو دا باران څنګه وشو ؟

 الله  تعالی وفرمایل،تاسو د هماغه کس په دلیل چې  د هغه په دلیل مو باران درولی ؤ ، خړوبه کړۍ ،یعنې د د دغه کس توبه د باران د وریدو  سبب شوه .

نو حضرت موسی (ع) وویل، ای خدایه ! دغه کس را ته وښیه چې ویې وینم،.

الله تعالی ځواب ورکړ،  کله چې  دغه کس ګناه کوله نو رسوا مي  نکړ ،اوس چې یې توبه کړي ده، رسوايي کړم؟  زه خو عیب پوښه یم ،هیڅکله د چا عیب نه رسوا کوم  او د چا  آبرو نه وړم .

هو ،مونږ داسي  مهربان  او بخښونکی خدای لرو ،هغه خدای چې په د یوه کس لخوا يې په  یوې حقیقي توبې سره ،په ټولو د رحمت باران نازل کړ  او هغوۍ یې په خپل نعمت کښې ډوب کړل .

ښايي د قدر په دغو نوراني شپو کښې  زمونږ او ستاسي په توبې سره  په درستو مسلمانانو د  الهي مغفرت باران ووریږي او زمونږ د توبې له کبله  په درستو الهي لورینه وشي ،نو د قدر په دغو شپو کښې  په عاجزۍ سره له الله تعالی  بخښنه غواړو،توبه کوو او  په  یوې حقیقي توبې سره د پاک خدای د مینې او محبت لمنې ته ستنیږو.

د انسان مطلوب کمال یوړلزې  د خدای د بنده ګۍ او د هغه د عبادت له لارې ترلاسه کیږي او د بنده ګۍ حقیقت هم دا دی،چې  انسان خپل بنده توب درک کړي  او هغه ښکاره کړي . د روژي مبارکه میاشت ،د دغه بنده ګۍ د اظهار لپاره  مناسب وخت دی ،ځکه چې په دې میاشت کښې د الله تعالی رحمت او لورینه  چې د الهي ملمستیا میاشت ده،  له بل هر وخته زیات دي .

حضرت امام زین العابدین(ع) د متوسلین  په نامه مناجات کښط ،الله تعالی ته  وایي،  ای خدایه هیڅ څوک له تا په کریم کس نه دی میلمه شوی  او په تا یې د اړمنو  مهربان  او رحیم نه دی لیدلی.  ای  تر ټولو غوره کسه،چې بې کسو دې د عنایت درګاه ته لاره موندلي ده ،ای تر ټولو مهربانه چې  له نورو شړل شوي  او تښتیدلې تا ته پناه  دروړوي .

په دې وینا کښې  امام زین العابدین، الله  تعالی تر ټولو کریم او مهربان کوربه بولي  چې میلمانه ورځي چې  هغه د کرم او بخښنې چینه ده . همدغه راز د حرمت او عنایت غوښتونکې او لټوونکې ، له هغه مهربانه او رحیم کس نه مومي  چې  هغه بې پایه رحمت او خیر لري .

الله تعالی د هر غریب تنها لپاره چې  خپلوان او دوستان يې  له ځانه شړلي دي  او څوک نلري ،د هغوۍ  ملګری او مونس دی .

الله  تعالی یو غوره کس دی،چې  ورسره راز اونیاز کولاي شو  او په خلاص زړه ورسره وغږیږو ،هر هغه څوک هم  چې له کوم ځایه شړل شوی وي  او څوک ورته پناه نه ورکوي،  نو یوازې د الهې قرب  تر څنګ  آمن آرامښت مومي .

حضرت امام زین العابدین(ع)په دغه دعا کښې  همدغه راز د الله تعالی بې پایه  لورینې ته اشاره کوي .

د الله تعالی د لورینې او مهربانۍ  په بیانولو کښې نقل شوی دی،چې  یوه ورځ یو کس حضرت محمد (ص) ته ورغی  او ترې ويې پوښتل  ای د الله رسوله د خدای د بندګانو حساب د قیامت په ورځ د چا په لاس کښې دی .

حضرت محمد(ص) وفرمایل،  له خدای تعالی سره .

دغه کس وویل، هوسا شوم  او ولاړه،  وروسته نبی کریم (ص) اصحابو ته مخه کړه او ويي فرمایل،  دغه کس د مطلب په حقیقت پوهه شو ،اصحابو دغه کس ته آواز وکړ  او ترې یې وپوښتل،څنګه دې خیال  او فکر هوسا شو ،په داسي حال کښې چې د خدای تعالی پیغمبر وویل،  د قیامت د ورځي حساب له الله تعالی سره دی ؟

دغه کس د اصحابو په ځواب کښې وویل، کریم چې کله د بدلې لپاره قدرت ومومي، نو بخښنه کوي.

حضرت امام زین العابدین(ع) په یو بل ځاي کښې فرمایي، ای خدایه زه ستا د بې پایه بخښنې  او کرم او ستا په نامحدودې  بخښنې منګولي لګوم .

کله چې یو انسان په غفلت او ناپوهۍ کښې  وي، نو په ناوړه عملونو سره له خدایه لیرې کیږي او نسکوریدو او  انحطاط په لاره کښې دومره پرمخ ځي،چې د جهنم اور ځان ته برابروي ،د دغه ډول کس په دوسیه کښې غوره کار نه لیدل کیږي ،نو له سوځنده اوره د ژغورلو لپاره ،الهې لورینې او  بخښنې ته له منګولو لګولو پرته بله لاره نلري .

حضرت امام سجاد (ع) د متوسلین   مناجات په دې دعا سره پاي ته رسوي .

 نو ای خدایه ! ما  له خپلې لورینې مه بې برخې کوه ،له نهیلۍ او زیان سره مې مه مخ  کوه ،ای د خلکو د دعا اوریدونکیه!

یو عارف وایي : څومره بختور دی هغه ګل چې د اوبو په  لاره کې وټوکیږي ، ځکه چې  همیشه به تاند او شین وي، رالوییږي، رنګینیږي  او د لیدونکو سترګې یخوي  او کله چې یې تر څنګ کښینې  تا هم له ځان سره تازه کوي.

او څومره بدمرغه دی هغه ګل چې  له اوبو لرې شي او  په قسمت کې یې وچوالی او مړایتوب وي.

هو عزیزانو، انسانان هم دګل په شان دي  او خدای د دغه ګل لپاره د اوبو په شان ،  بختور دي هغه خلک چې د خدای د هدایت په لاره کې  روان وي  داسې کسان همیشه تاند او تازه وي.

او افسوس دهغه  چا په حال چې د  پا ک پروردګار له لارې وغړیږي ، دهغه ګل په شان چې له  اوبو محرومه شي.

البته هغه څه چې انسان د خدای په لاره کې راولي ، د حق اطاعت او بندګي ده  هغه هم بې  له  چون او چرا.

دخدای بندګي وکړه چې  چې باور یقین او معرفت دې په برخه شي  او دا دخدای بندګي ده چې  چې د تقوا   میوه ورکوي  تقوا یعنې ځان ساتل ، او متقی هغه کس دی چې ځان له هغه څیزونو چې خدای یې ترې منعې کوي ، لرې وساتي. او په خپله همدا ځان ساتنه او تقوا  ډیر  برکتونه لري چې لومړی برکت یې  په ژوند کې اساني ده .

قران مجید فرمایي:   «هر څوک چې تقوا خپله کړي، خدای ورته د  نجات او اسانۍ لاره برابروي» ( طلاق سوره  ۲ ایت )

او د دې مطلب دا نه دی چې  سختې څنګ ته کیږي، نه ! بلکې مطلب دا دی چې  په مشکلاتوکې به د سختۍ احساس نه کوي  او په اسانۍ سره به ترې راووځي. کټ مټ دهغه  اس سپور په شان چې  له سختو خنډونو په اسانۍ سلامتۍ سره اوړي او البته خوند هم ترې اخلي.

د تقوا هنر دا دی چې  له انسانه یو ماهر   او تکړه سوارکار جوړوي چې مهارت یې  له خنډونو تیریدل دي.

د تقوا له نورو اثارو  دا دي چې  انسان په جبۍ کې نه ګیریږي  او یا که ګیر شي ترې د وتلو لاره مومي.

قران فرمایي: و من یتق الله یجعل له  مخرجا و یرزقه من حیث لا یحتسب، ( طلاق، ۲ ایت) او هر څوک چې له خدای تقوا او ویره ولري ، خدای ورته  له مشکلاتو د وتلو لاره پیدا کوي او له داسې ځایه رزق ورکوي چې دهغه ګمان هم نه وي.

نو که تا ولیدل چې په یو مشکل کې ګېر یې  او پیښې درباندې سختې تیریږي او له هیڅ لارې  درته کومه روزنه او کړکۍ نه ښکاري ، پوه شه چې  پرهیزګاري دې پریښې ده  او تقوا دې کمزورې ده .

د روژې مبارکه میاشته په اسلام کې  تر ټولو غوره او بختوره میاشته ده  چې ورته دخدای د میلمستیا  میاشته ویل کیږي. دا میاشته پر دې سربیره  چې د  روژې ، تلاوت او قران میاشته ده، د دعا او د دعا د منلو لپاره  مناسب فرصت دی . دعا  په زړه کې دخدای یاد ژوندی  ساتي ، او  همدا مساله  ایمان په زړه کې کلکوي او د تقوا د غښتلتیا سبب کیږي. له دې امله  انبیاوو او الهی اولیاوو به همیشه  لاسونه دعا ته پورته کول  چې شیبه په شیبه ځانونه خدای ته نزدې کړي.  همداسې یو د  خدای ولي چې درسول الله مبارک (ص) لمسی  هم دی یعنې امام زین العابدین علیه السلام ، ډیر ښکلې لمنځونه لري.   د طاووس یماني په  نامه د دوي یو  ملګری  نقلوي چې :  امام سجاد علیه السلام مې په  الهی حرم کې ولیده چې  سر له ماسخوتن تر سهار په طواف عبادت او لمونځونو لګیا و، او له خپل محبوب سره یې داسې راز و نیاز کاوه: « ای خدایه ! د اسمان ستوري پټ شول ،  سترګې  په خوب اوده شوې،  ستا در د  سایلانو درتګ ته تیار دی . زما په شان  سوالګری  دې  د  رحمت او مغفرت په  مینه  در ته  راغلی  او هیله من دی چې  په قیامت کې یې د خپل  ګران رسول له زیارته محرومه نه کړې»

له دې وروسته د سپرلي د   وریځو په شان د امام له سترګو اوښکې روانې شوې او عرض یې وکړ : «ای پالونکیه!... ته له هر عیب او نیمګړتیا پاک یې  خلک داسې ګناه او معصیت ته ملاتړي لکه چې ستا له سترګو لرې وي ، او ته داسې   له هغوي سره  له زغمه کار اخلې لکه  بیخي کومه ګناه یې نه وي کړې.  داسې له  په خپل نیک سنت سره  له مخلوق سره مینه کوې لکه چې  هغوی ته   نیازمنی یې، حال دا چې ستا سپیڅلی وجود  له ټولې هستۍ او  هستی والو بې نیاز ه دی»

 امام سجاد علیه السلام  له دې وروسته  په  ډير عاشقانه او نه توصیفیدونکي ډول سجدې ته لاړ.

امام زین العابدین علیه السلام  په  همدې لیوالتیا او جذبې سره  د روژې دمبارکې میاشتې په لومړیو کې دخدای حمد او ثنا کوله    چې  هغه ذات یو ځل بیا  په دغه عزتمنه میاشته کې  د شتون توفیق  خپلو بندګانو ته ورکړی دی .  دوي له خپل خدای سره داسې مناجات کول: « حمد او مننه دهغه خدای چې دین یې مونږ ته راکړ، او مونږ يې په خپل دین سره ځانګړې کړو  او د خپل احسان په لاره کې یې روان کړو چې  پکې دهغه په فضل او رحمت سره د  هغه  احسان په لارو کې حرکت وکړ ..... او ستاینه د هغه خدای چې د (احسان) له لارو یې یوه   خپله میاشته یعنې روژه وګرځوله . د روژې میاشته د  اسلام ، پآکۍ ، ازمښیت،  او قیام میاشته ، هغه میاشته ده چې  دقران یې  دخلکو د لارښوونې،  د هدایت د نښو او د حق او باطل تر مینځ د فرق لپاره نازل کړ.  او په دې توګه یې  پر نورو میاشتو د  رمضان د میاشتې لوړاوی   د  ډیر درناوي  ښکاره فضیلتونو په بنیاد   روښانه کړ.  نو هغه څه چې په نورو وختونو کې حلال وو  حرام کړل ، او د دې د درنښت لپاره یې خوراکونه او څښاکونه منع کړل ، او ورپاره یې ټاکلی وخت وګرځاوه.

  ګلونو اوریدونکواو خوږو روژتیانو ، راځئ چې د رحمت په دغه میاشته کې چې  د رسول الله مبارکه (ص) په وینا د اسمان ورونه  د بندګانو پر مخ پرانستې دي  او ددوزخ لمبې غلې شوې دي ، زړونوه د تقوا په رڼا وځلوو د  پرهیزګارۍ او بې له خدایه له نورو څیزونو د لرې والي  خوند او خوږلت،  وڅښو اوله خپل ربه په عاجزۍ سره د تقوا او پرهیزګارۍ  له شیرینې  برخمنتیا وغواړو او له سید ساجدین  امام سجاد علیه السلام سره غږمله شو  چې « الهی اشعر قلبی بتقواک: ای خدایه  خپله تقوا دې زما په زړه وڅکه.