Languages فارسی العربية English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsch español فارسى درى РУС
Scroll down
د رحمت میاشته

روژه د قرآن سپرلې

2017/07/08

روژه د قرآن سپرلې

د روژې میاشت هغه میاشت ده چې قرآن پکښې نازل شو او د قرآن د زیات تلاوت په سبب دې میاشتې ته د قرآن سپرلې ویل کیږی، دلته په همدې هکله ځینې مطلبونه وړاندې کوو
دا میاشت د بندګۍ او د الهي خلیفه مقام ته د رسیدا لپاره یو غوره فرصت دی ،په دې میاشت کې باید تر هر بل وخت ډیر له دنیا او په دنیا پورې له اړونده شیانو لرې واوسو او په لمانځه روژه عبادت او د قرانکریم په تلاوت کې هڅه وکړو تر څو دخدای ج د ځانګړو میلمنو په کتار کې راشو،او تر څو وکړی شو له الهي دسترخوان بښنه او مغفرت ، د نفس تزکیه او نور معنوي نعمتونه راټول کړو او الهي حریم ته لاره ومومو .
خدای ج د دې مبارکې میاشتې په توصیف کې د بقرې سورې په ۱۸۵ ايت شریف کې فرمايي د رمضان میاشت ده ، هغه میاشت چې قرانکریم په کې د خلکو د هدایت اود حق او باطل تر منځ د توپیر په موخه او د هدایت له نښانو سره نازل شوی دی .
هغه میاشت چې خدای ج په هغې کې د قدر شپه ايښې ده او د هدایت او د انسان د نیکمرغۍ قانون ېې نازل کړی دی د قدر سورې په لومړۍ سوره کې بیان شوې چې موږ دا قرانکریم د قدر په شپه نازل کړی دی.
د روژې د وجوب په فلسفه کې اشاره وشوه چې د روژې یوه موخه تقوا ته رسیدل دي ،د پرهیزګارۍ پړاو ته رسیدل د لارې نقشه غواړي، انسان د هدایت په مسیر او د خپل مخ په وړاندې تګ لپاره لارښود غواړي هغه لارښود چې نوموړی په صراط حق باندې ثابت قدم وګرځوي او دسقوط د پاڼ په سر ېې ونه دروي .
مهربان خدای او د دې عالم خالق دا لارښود د انسان په اختیار کې ورکړی دی .
متعال پنځوونکي د قرانکریم په نزول سره د هدایت مسیر مشخص کړی دی ،قرانکریم د هدایت لپاره د انسانانو لارښود او د پرهیزګارانو درجې ته د هغه د رسیدا عامل دی .
خدای ج د بقرې سورې په دوم آیت شریف کې فرمايي دا داسې با عظمته کتاب دی چې شک په کې نه شته او د پرهیزګارانو د هدایت پانګه ده .
په دې میاشت کې د قرانکریم په تلاوت ډيره سپارښتنه شوې ده ځکه د قرانکریم هره یوه کلمه نور دی او بنده د الهي کیدا لور ته هدایتوي .
د هر آیت په لوستلو او تلاوت سره په مړه او غافل زړه نور وریږي ، زړه بدلون کوي او د معنوي روزیو د منلو لپاره چمتو کیږي .
له همدې مخې د قران کریم او روژې مبارکې میاشتې تر منځ ځانګړې رابطه شتون لري.
هماغه ډول چې په پسرلي کې طبیعت او انسان ځانګړی تاندوالی او تازه والی او نوی ژوند پیدا کوي قرانکریم هم د زړونو پسرلی دی چې په تلاوت، زده کولو او د هغه په معارفو په پوهیدا سره زړونه تل ځانګړی ژوند پیدا کوي.
امام علي ع فرمايي د خدای تبارک و تعالی کتاب زده کړئ ځکه هغه تر ټولو ښکلی کلام او تر ټولو غوره نصیحت دی ،په قران کریم کې فهم پیدا کړی ځکه قرانکریم د زړونو پسرلی دی .
پرهیزګاره انسانان قرانکریم د خپل سلوک او رفتار روده ګرځوي او د هغه له اوامرو او نواهیو پيروي کوي .
د پرهیزګارانو زړونه د قرانکریم په څنګ کې آرامښت ته رسي او په هره سختۍ او ستونځه کې له قرانکریم مرسته او مدد غواړي.
قرانکریم د کایناتو او هستۍ له تر ټولو پاکې چینې جاري او د ۲۳ کلونو په اوږدو کې د پیغمبر اکرم ص په نازنین وجود نازل شو .
دا پاکه چینه د جاري کیدا لپاره له خټو او چیکړو پاک بستر ، له ګناه او معاصیو خالي زړه او د حقیقت د منلو لپآره مستعد روح غواړي .
د پیغمبر ص او الهي اولیاؤؤ له لارښونو څرګندیږي چې باید د قران کریم قداست او حرمت ته درناوی وکړو او له هغه سره متین مؤدبانه او دروند چلند وکړو .
باید دې مطلب ته پاملرنه وکړو چې د دې الهي کتاب د قرائت پر مهال باید په موږ کې د خدای ج په محضر کې د حضور او د وحی د کلام د اوریدا حس موجود وي .
د دې آسماني کتاب تلاوت یو لړ آداب غواړي چې یو ېې طهارت او پاکوالی دی لکه څنګه چې خدای ج له قرانکریم د ګټې اخیستنې تر ټولو لومړی شرط طهارت ټاکلی دی او د بقرې سورې په ۷۹ آيت شریف کې فرمايي له پاکانو پرته بل څوک ورته لاس رسی نه لري.
د الهي اولیاؤؤ په کلام کې خوله د خدای ج د کلام معبر ښودل شوی دی . نو دا مسیر باید پاک وي تر څوزړه او روح ته پاک قرانکریم ورسي .
پيغمبر اکرم ص فرمايي د قران کریم لاره پاکه کړئ له هغوی ېې وپوښتل ای د خدای رسوله د قران لاره څه شی ده ؟ وېې فرمایل خوله .
وېې پوښتل په څه ېې پاکه کړو ؟ وېې فرمایل په مسواک وهلو بحارالنوارجلد ۷۳
د قرانکریم صفحو ته کتل عبادت دی .د خدای ج د پیغمبر ص په تعبیر دریو شیاتو ته کتل عبادت دی چې یو ېې قرانکریم ته کتل دي نو د دې کتاب پرانیستل چې د محبوب لیک دی او د هغه نوراني صفحو ته کتل هم د تلاوت له ظاهري آدابو ګڼل کیږي .
د تلاوت له نورو آدابو چې الهي فرمان هم دی د تلاوت د اوریدلو پر مهال سکوت او د هغه په آیتونو کې تدبر او تأمل دی ، د اعراف سورې په ۲۰۴ ايت شریف کې راغلي کله چې قرآن تلاوت کیږي هغه ته غوږ ونیسی او سکوت وکړئ .
دا قرآني لارښونه د اهل بیت ع په ویناؤؤ کې هم راغلې امام صادق ع فرمايي هر کله که د تا په وړاندې د قران کریم تلاوت کیده پر تا واجب ده چې سکوت او ورته توجه وکړې .
په الهي آيتونو کې تفکر او تأمل د تلاوت له نورو آدابو دي ، امام سجاد ع په دې اړه فرمايي قرآني آیتونه د علم او معرفت خزانې دي او هر عاقل او د دقت اهل په ځان فرض ګني چې د هرې خزانې د پرانیستلو پر مهال هغې ته وګوري او د هغې له زړه راښکونکې جمال لذت او ګټه واخلي او د الهي آيتونو په معنی او مقصود کې په تفکر سره خپل زړه او روح د هغه په ځلانده انوارو نوراني وګرځوي.
او هغه مهال د نورو ايتونو په تلاوت بوخت شي.
په خپله قران هم د خپل نزول یوه مهمه موخه تدبر او تفکر بللی دی ((او دا قرآن چې مبارک با عظمته او عظیم الشانه کتاب دی موږ پر تا نازل کړ تر څو خلک د هغه په آيتونو کې تدبر تفکر او تأمل وکړي او عاقلان د هغه په حقایقو پوه شي.
له چټلو او شرک ډوله نیتونو د زړه مینځل د الهي کلم په محضر کې د حضور لپاره دوهمه مرحله ده .
امام علي ع خپل یوه دوست ته د قران د قرائت په اړه په توصیه کې فرمايي (( د قرانکریم له تلاوت د یو شمیر موخه یواځې د خدای ج خوښي ده، یوه ډله ېې دنیوي چارو ته د رسیدا لپاره تلاوتوي او بله ېې له نورو سره د مجادلې په موخه.
که وس دې ورسید ته هڅه وکړه له هغې ډلې شې چې قرانکریم یواځې د خدای ج د رضاء لپاره تلاوتوي.
د اسلامي انقلاب لارښود آیت ا.. خامنه ايي د ساده روژه ماتیو په اړه بیانوي چې (( وګورئ له نیکه مرغه څومره خلک له نوم او نښان پرته جوماتونه حتی لارې او کوڅې په یو شمیر سیمو کې د خدای ج د بندګانو د میلمستیا د ځای په توګه ټاکي او غوره کوي روژه ماتي ېې ترتیب کړي او خلک ېې د روژه ماتي دسترخوان ته دعوت کړي دي ،بې له دې چې معمولي تعارف موجود وي ،بې له دې چې ملاحظات او ځان ښودنې او سیالۍ چې په شخصي میلمستیاؤؤ کې وي ، په دې میلمستیاؤؤ کې تر سترګو شي، د مرستې او تعاون دا حالت ،د خلکو لپآره د خیر غوښتنې دا حالت ډير ارزښتمن څيزونه دي چې د انسان په نفساني طهارت منتهي ګرځي))
د روژې په میاشت کې له انسانانو سره د مرستې او کمک روحیه په خلکو کې پياوړې کیږي په دې مهال کې د آنسان ځان غوښتنه د نورو د ګټو په وړاندې مغلوبیږي ، پیغمبر اکرم ص فرمايي هر څوک چې د روژې په مبارکه میاشت کې د خدای ج په لار کې روژه ماتی چاته ورکړي داسې مثال لري لکه یو غلام ېې چې آزاد کړی وي او د هغه پخواني ګناهونه به هم وبښل شي.
یو شمیر اصحابو عرض وکړ ای د خدای رسوله موږ د دې کار توان نه لرو هغوی وفرمایل په یوه یا نیمه خرما هم روژه ماتی ورکولای شئ.
او که هغه هم نه لرئ یو د اوبو شربت روژه لرونکي ته ورکړئ.
د پیغمبر اکرم ص یو شمیر یارانو له نورو مهاجرینوسره مدینې ته هجرت کړی ؤ د بې وزلۍ او تنګلاسۍ له کبله ېې په مدینه کې ځای نه درلود نو ځکه ېې د نبوي جومات په یوه برنډه کې استوګنه غوره کړې وه چې له همدې کبله ورته اصحاب صفه ویل کیدل او ورو ورو ېې په همدې نوم شهرت پیدا کړ .
اصحاب صفه سره له دې چې پیسې ېې نه درلودې او بې وزله ؤ خو ډير خدای پرسته با ایمانه ؤ د جګړې پر مهال هم د پیغمبر اکرم ص د لښکر تر ټولو غوره سپاهیان ګڼل کیدل، د مدینې خلکو هغوي پيژندل او کله کله به ېې د غرمې یا ماښام د ډوډۍ بلنه ورکوله پیغمبر ص هم له هغوی سره ډيره مینه درلوده او په مرتب ډول به ېې د هغوی پوښتنه کوله او هغوی ته به ېې خواړه وروړل.
د روژ ې د مبارکې میاشتې په یوه شپه د مدینې خلکو کابو ۴۰ تنه اصحاب صفه د روژه ماتي لپاره دعوت کړي ؤ خو ۳۰ تنه نور ېې چا نه ؤ دعوت کړي هغوی خپل لمنځونه کړي ؤ او د برنډې په کونج او کنار کې ېې دیوالونو ته ډه ډه وهلې وه د خدای دې بندګانو لا روژه نه وه ماته کړې.
په همدې حال کې د پیغمبر ص په داسې حال کې چې موسکا ېې پر خوله وه له یوه ستر دیګ سره چې سر ېې پټ ؤ صفې ته راغی د صفې اصحاب په خوښۍ سره راپورته شول او د پیغمبر ص خواته ورغلل پيغمبر ص کیناست او هغوی په بیړه خپل مشترک دسترخوان خلاص کړاو د هغه په شااخوا کیناستل پیغمبر ص د دیګ سر پوښ لرې کړ د خوړو بوی په صفه کې خپور شو پیغمبر ص په مهربانۍ سره د هر یوه لپاره خواړه واچول او په آخر کې ېې د ځان لپاره یوه برخه واخیستل هغوی هم د اصحاب صفې په څير تر اوسه روژه نه وه ماته کړې د روژې میاشتې نقره ايي سپوږمۍد مدینې آسمان روښانه کړی ؤ او د پیغمبر ص نوراني مخ هم د سپوږمۍ په څير د اصحاب صوفې په منځ کې ځلید .