Languages فارسی العربية English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsch español فارسى درى РУС
Scroll down
ستاسو رالیږلي شعرونه

غيور حسين غالب کلام

2018/01/30

غيور حسين غالب کلام

د یثرب  ګل

 

نن یو نور په نړې راغی په بوتانو شوه غوغا

له یثربه دا سورې شوې لا اله الا الــلـه

دغه نور د مصطفی و په نړۍ کې بی همتا و

د شرک ړنګې منارې شو له مکانه د صـفا

د اخلاقو نـمونه وه دخالق جمال جلوه وه

رب ورکړې لوی قدرت و په زمین او په سما

په نبیانو کښې حسین وو رحمت د عالمیـن

د لولاک مقام څختن و په دنیا او په عقبا

په الله نې وو ډیر ګران چې نازل کړه پرې قرآن

نبوت ورسره کامل شو نشتا دی نه پس نبأ

وو  بابا د حسنینو د زهرا دوو نازنینو

د معراج په سفر لاړو  راهنما د مرتضا

تن او ځان مه تری قربان شه ټول جهان مه تری قربان شه

په دنیا یې ثانی نشتا د خالق یکتا جلوه

زه هغه د در قطمیر یم د  هغــه د آل  فقیر یم

غالب دوستر ګې نیولي اوس په در د مصطفی