Languages فارسی العربية English اردو Azəri Bahasa Indonesia پښتو français ไทย Türkçe Hausa Kurdî Kiswahili Deutsch español فارسى درى РУС
Scroll down
ستاسو رالیږلي شعرونه

وصال محمد وصال صيب ښکلی شعرونه

2018/02/08

وصال محمد وصال صيب ښکلی شعرونه

تابع د محمد(ص)

چې تابع د محمد نبی سرور شوم

نو محبوب ځکه د الله غنی اکبر شوم

چې مې مینه د رسول په زړه درون شوه

د تمام لهو لعب نه لاس په سر شوم

مطمین شوم تردد مې د زړه لاړ

په تفسیر د الذین چې خبر شوم

چې مې شناخت د پاک رسول د هاورن وکړ

پروانه يې په صداقت د سپین بشر شوم

د مادې په څیر درانه راته ښکاره شول

چې خبر يې د تاریخ په زیر و زبر شوم

چې د خم حکم تسلیم مې د مولا کړ

د مومن د سترګو تور د زړګی سر شوم

د مادې د جدایی سبق مې زده کړ

چې مخمور په میخانه کې د حیدر شوم

د رسول د اهلبیتو(ع) په حرمت زه

وصال وايي هر میدان کې معتبر شوم